اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد د یوه امریکایي پلاوي په ملتیا کابل ته راغلی دی او د طالبانو له زندانه یې د یوه امریکایي وګړي د خوشي کېدو خبر ورکړی.
ده نن مازیګر (پنجشنبه، ۳۰ د کب) پر ایکس لیکلي: «نن ښه ورځ ده. موږ بریالي شوو چې تر دوو کلونو وروسته په کابل کې یو بندي امریکایي وګړی جورج ګلزمن راخوشي کړو.»
خلیلزاد ویلي چې د طالبانو حکومت توافق کړی چې ګلزمن ډونالډ ټرمپ او امریکایي وګړو ته د حسن نیت په توګه ور خوشي کړي.
ده ویلي چې جورج خپلې کورنۍ ته د ستنېدو په حال کې دی.
خلیلزاد ویلي چې ډونالډ ټرمپ د امریکایانو خوشي کېدل خپل لومړیتوب ګڼلی او له دې هڅو سره مرسته د ده لپاره «ویاړ» دی.
خلیلزاد چې له طالبانو سره د امریکا تر ټولو لوړپوړی مذاکره کوونکی و او همدا راز د دوحې د توافقلیک معمار هم ګڼل کېږي، شاوخوا څلور کاله وروسته د زندانیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي ادام بویلر سره کابل ته په سفر راغلی دی.
دې پلاوي نن د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ضیاء احمد تکل ویلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان او امریکا پر دوه اړخیزو اړیکو، د بندیانو پر خوشي کېدو او په متحده ایالاتو کې افغانانو ته د قونسلي خدماتو پر وړاندې کېدو بحث او خبرې شوې دي.
تکل لیکلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست د امریکایي پلاوي د هرکلي تر څنګ کابل ته د هغوی راتګ په اړیکو کې یو مثبت بدلون بللی او ستایلی یې دی.
متقي ویلي چې طالبان خپل متعادل بهرني سیاست ته په پام له ټولو ړخونو سره د مثبتو اړیکو په لټه دي. ده ویلي چې «مهمه ده چې افغانستان او متحده ایالات وکولای شي مسایل د خبرو-اترو له لارې حل کړي».
د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست ویلي: «دواړه هیوادونه باید د ۲۰ کلنې جګړې تر اغېزو را تېر شي او له یوه-بل سره مثبتې سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري.»
ضیاء احمد تکل لیکلي دي چې د زندانیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د زندانیانو په موضوع کې پرمختګ د باور جوړونې پر لور ښه ګام بللی دی.
دا په څه دپاسه درو کلونو کې کابل ته د یوه امریکایي پلاوي لومړی سفر دی.
لوړپوړو امریکایي چارواکو تر اوسه د دې پلاوي د سفر او له طالبانو سره د واشنګټن د اړیکو په اړه څه نه دې ویلي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ تر تګ او خپل کار تر پیلولو وړاندې په ځلونو د افغانستان په تړاو څرګندونو کې له طالبانو د امریکایي تجهیزاتو پر تر لاسه کولو او امریکا ته یې پر راوړلو ټینګار کړی دی.
ده همدا راز ویلي چې که په ۲۰۲۱ کال کې ولسمشر وای، باګرام اډه به یې ساتله. ټرمپ ادعا کوي چې دا اډه اوس د چین په ولکه کې ده. د ټرمپ په وینا، باګرام اډه د چین هستوي تأسیساتو ته د نژدېکت له وجې امریکا ته مهمه ده.