close

کندهار کې اورلګيدنې څه باندې ۲۰۰زره امريکايي ډالر زيان اړولی

اطلاعات روز: کندهار کې سيمه يیزې سرچينې وايي، چې د دغه ولایت په ښار کې د تیلو په یو پلورنځي کې د اور لګیدنې له امله ۲۰۵زره امریکایي ډالر زیان اوښتی دی.

یوې سرچینې وویل، دغه اور لګیدنه نن (یکشنبه، ۳ د وري) غرمه مهال د کندهار ښار اړوند د تیلو عمومي سرای ته څیرمه په یو تیل پلورنځي کې د پټرولو په ولاړ ټانکر کې رامنځته شوې او پراخ مالي زیانونه یې اړولي دي.

سرچينه زیاتوي، چې په اورلګيدنه کې د یاد تيل پلورنځي مسوول ټپي شوی، خو د روغتیایي وضعیت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د سرچينې په خبره چې سيمې ته د طالبانو د اور وژنې ډله رسيدلې او اور یې مهار کړی دی.

تر اوسه د دې اورلګيدنې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی او نه دغلته طالب چارواکو څه ویلي دي.