اطلاعات روز: وروسته له هغې چې د تورخم دروازه له یوې میاشتې تړل کېدو وروسته څو ورځې وړاندې د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانېستل شوې، پر دغه لاره هیواد ته راستنېدونکي افغان مسافر د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلند شکایت کوي.
د ننګرهار اوسېدونکی عزیز الله چې تازه د تورخم له لارې هیواد ته راستون شوی شکایت کوي، چې په تورخم کې د پاکستاني پولیسو له لوري له افغان مسافرو په ښکاره ډول بډې اخېستل کېږي او که ور یې نه کړي په یوه او بله پلمه یې ځوروي.
نوموړی په تورخم کې د افغان مسافرو شته وضعیت اندېښنوونکی بولي او غوښتنه کوي، چې دواړه لوري باید د راستنېدونکو مسافرو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
عزیزالله زیاته کړه: «تورخم کې د نن ورځې د خپلو سترګو لیدلی حال: په الله درته قسم کوم، چې ګنډو والا او هلته ولاړو پاکستاني پولیسو دومره بې عزتي شروع کړې، چې انسان لږ هم احساس او ضمیر ولري، نو داسې به نه کوي؛ په ماشومانو، میرمنو او ناروغانو هم رحم نه کوي، پولیس روپۍ او رشوت ښکاره اخلي، خلک مخکې کوي، ګنډوالا دومره سپین سترګې دي، چې د ښځو، ماشومانو او ناروغانو په قطارونو کې داسې ننوځي لکه وحشي ځناور.»
د کابل اوسېدونکی محمد حسین چې د تورخم له لارې راستون شوی هم د پاکستاني پولیسو له بد چلند سرټکوي.
هغه چې د خپلې مېرمنې د درملنې په موخه پاکستان ته تللی و، وایي په تورخم کې د افغانستان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ له نښتې وروسته په اسلام اباد کې و او له همدې امله یې نږدې یوه میاشت هلته ایسار پاتې و.
محمد حسین زیاته کړه: «د تورخم دروازې له بندېدو دوه ورځې مخکې مونږ پاکستان ته تللي وو او په همدې ورځ چې لاره بندېږي بېرته هیواد ته راتللو چې لاره راباندې بنده شوه؛ هلته له زیاتو ستونزو سره مخ وو ځکه اقتصادي ستونزې هم وې خو دلته چې بېرته په تورخم راتلوو له پاسپورټ سره سره له ما څخه پاکستاني پولیسو لس زره کلدارې واخېستې ډیر بد حالت دی، که رشوت ورنه کړې نه دې پریږدي.»
د ننګرهار یو بل اوسېدونکی عبدالقدیر چې په کاغذي تذکره د تورخم له لارې هیواد ته راستون شوی وایي، له هغه پاکستاني پولیسو شل زره کلدارې د بېرته راستنېدو په بدل کې بډې اخېستې دي.
عبدالقدیر زیاته کړه: «په تورخم کې وضعیت ځکه ډیر خراب دی چې یو خو د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ده ځکه لاره تازه خلاصه شوې او بل خوا پاکستاني پولیس ښه په ښکاره ډول له مسافرو پېسې اخلي که پاسپورټ او ویزه هم درسره وي خلک مجبوره دي ځکه اختر نږدې دی او خلک کورونو ته ستنیږي.»
په همدې حال تورخم کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند یو مسوول عرفات مهاجر هم مني، چې په تورخم کې له راستنېدونکو مسافرو پاکستاني پولیس بډې اخلي خو وایي، د تورخم کمیسار هڅې پیل کړي له پاکستاني لوري سره دا ستونزه حل کړي.
مهاجر وویل: «هو! ځینو مسافرو دلته شکایت کړی او زمونږ معلومات هم دادي چې پولیس له خلکو رشوت اخلي او ناوړه چلند کوي، مونږ به هڅه وکړو چې دې ستونزې ته دحل لار پیدا کړو.»
د تورخم دروازه نږدې یوه میاشت د طالب او پاکستاني لوري ترمنځ د تاسیساتو جوړولو پر سر راپورته شویو ناندریو له کبله د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه، چې له امله یې سلګونه ناروغان، ښځې، ماشومان دواړو خواوو ته بند پاتې وو.
بلخوا تازه د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې، دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا ژمنې کړي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو سوداګریزو او ترانزیټي ستونزو د حل لپاره د عملي ګامونو په اړه هم خبرې وشوې.