د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد او د زندانیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي د پنجشنبې په ورځ د کابل په هوایي ډګر کې له یو شمېر طالب ځواکونو سره یادګاري عکس واخیست.
په دې انځور کې طالب ځواکونه چې په دې میدان کې مېشت دي، له وسلو پرته لیدل کېږي، له هغه یوه کس پرته چې روسی نښه ویشتونکی ټوپک ورسره دی. دا په داسې حال کې چې په نورو فرصتونو کې طالب ځواکونه په ټینګار سره ښیي چې امریکایي وسلې ورسره دي. په دې انځور کې د امریکایي وسلو نشتون پر ټولنیزو رسنیو بېلابېل غبرګونونه راپارولي. ځینو لیکلي چې له دې انځور څخه د امریکایي وسلو حذف د زلمي خلیلزاد په غوښتنه شوي، ترڅو په واشنګټن کې او د ډونالډ ټرمپ د ډلې تر منځ ګوښه نه کړل شي. دا ګومانونه په داسې حال کې کېږي چې ټرمپ په ځلونو د افغانستان له پخواني حکومت څخه د پاتې وسلو د بیرته ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده.
د ادام بویلر په مشرۍ امریکایي پلاوی کابل ته تر راتلو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته ولاړ او د دې وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره یې ولیدل. تر دې لیدنې وروسته امریکایي وګړی جورج ګلزمن چې دوه کاله له طالبانو سره په زندان کې و، خوشي شو.
هغه اعلامیه چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې، په هغې کې د افغانستان او امریکا تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو پر ارزښت او اقتصادي همکاریو ټینګار شوی دی. په دې اعلامیه کې ویل شوي: «د زندانیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ادام بویلر د افغانستان او امریکا تر منځ د زندانیانو په موضوع کې پرمختګ د باور جوړونې پر لور مثبت ګام بللی دی. ده همدا راز د نشهیي توکو پر خلاف د اخیستل شویو ګامونو او په افغانستان کې د امنیت د پیاوړتیا ستاینه کړې ده.»
همدا راز په دې اعلامیه کې ویل شوي چې امریکایي پلاوي له طالبانو سره د خبرو پر دوام او د مذاکراتو له لارې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې چې واک ته د طالبانو تر بیا ځلې رسېدو وروسته متحده ایالاتو کابل ته هیڅ د مستقیمو خبرو لپاره هیڅ استازی نه و لېږلی او پخوا به معمولا د دواړو اړخونو تر منځ مذاکرات د قطر په دوحې ښار کې کېدل. په دې لړ کې د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق څو ځلي له امریکایي پلاوو سره د لیدلو په موخه دوحې ته تللی و.
طالبانو د وروستیو کلونو پرمهال د امریکایي وګړو د نیولو له لارې غوښتي چې پر واشنګټن فشار راوړي. د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته منصوب یو تازه غږیز کلیپ هم خپور شوی، چې نوموړی پکې د دوو امریکایي وګړو په بدل کې په ګوانتنامو کې د افغان زنداني د تبادلې وړاندیز کوي.
د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ پرمهال د دې ډلې څو غړي له ګوانتنامو څخه خوشې شوي او په دې لړ کې یو تن د نشهیي توکو مشهور قاچاقبر او د طالبانو بنسټګر ملا عمر ته نږدې کس حاجي بشر هم و.
د دې بدلونونو په راتلو سره د امریکا دولت له خپلو وګړو غوښتي چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي، ځکه چې د هغوی د نیول کېدو خطر جدي دی.
د طالبانو په خپلمنځي سیالیو کې د ډیپلوماسۍ کارډ
د طالبانو په حکومت کې حقاني څانګه چې د وروستیو میاشتو پرمهال د کندهار او ملا هبت الله د حلقې له لوري تر فشار لاندې ده، هڅه کوي چې کابل ته د امریکایي پلاوي وروستی سفر له بهرنۍ نړۍ او په ځانګړې توګه امریکا سره د خپل تعامل یوه پایله وښیي. حقانیان هڅه کوي چې وښیي چې د ملا هبت الله د حلقې په پرتله د دوی تعامل ګټور دی. کابل ته د امریکایي پلاوي تر سفر وروسته، حقاني شبکې ته ځینو نږدې سرچینو ادعا وکړه چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر او د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني، عبدالعزیز حقاني او یحی حقاني د نیولو پر سر ټاکل شوې نغدي جایزې د عدالت لپاره د امریکا د جایزې برنامې له نوملړه حذف شوې دي.
په عین مهال کې د امریکا د فدرالي څیړنو د ادارې (ایف بي آی) پر ویبپاڼه هم دا جایزه لغوه شوې.
د سراج الدین حقاني ورور انس حقاني په عربي ژبه په یوه ویډیو کې ویلي، چې د دې جایزو لغوه کول د دوحې د توافق پایله وه او واک ته د طالبانو تر رسېدو وړاندې لغوه شوې دي؛ «دا چې د امریکا دولت د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني، زموږ د بل ورور عبدالعزیز حقاني او زموږ د عمه د زوی حافظ یحی حقاني پر سر ټاکل شوې جایزې لغوه کړې دي، په سیاسي ډګر کې یو مثبت او مهم پرمختګ دی. موږ د دې ګام ستاینه کوو.»
ده همدا راز ویلي، چې دا اقدام کولای شي د طالبانو او امریکا تر منځ د پراخو مذاکراتو لپاره لار پرانیزي. ده ټینګار کړی چې طالبانو د «حسن نیت» په توګه امریکایي زنداني خوشی کړی دی.
د وروستیو ورځو پرمهال د حقاني شبکې غړي پر ټولنیزو رسنیو په ځانګړي توګه خپلو ایکس پاڼو کې هڅه کړې ترڅو دا ادعا ډاګیزه کړي چې د جایزو احتمالي لغوه کېدل د دې ډلې د ډیپلوماسۍ پایله ده.
حقاني شبکې د افغانستان د جمهوري حکومت پرمهال د نظامیانو او ملکیانو پر خلاف خونړي بریدونه کړي وو او لا یې هم خپل ځانمرګی ځواک ساتلی دی. سراج الدین حقاني په ځلونو د دې ځواکونو ستاینه کړې او حتا هڅه یې کړې، چې د هغوی له ګواښ څخه په استفادې د طالبانو په حکومت کې خپل مقام نور هم پیاوړی کړي.
په عین مهال کې د حقاني شبکې او د هبت الله په مشرۍ د کندهارۍ حلقې تر منځ د ترینګلتیاوو نښې لیدل کېږي. د طالبانو له منځه ځینو سرچینو خبر ورکړی چې د طالبانو مشر هڅه کړې، ترڅو د سراج الدین حقاني نفوذ کم کړي. تر دې وړاندې د حقاني شبکې له منځه سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي و چې سراج الدین حقاني د کورنیو چارو په وزارت کې د کندهارۍ حلقې له لاسوهنو او د طالبانو د مشر له انحصارګرو اقداماتو خوښ نه دی.
له دې سره هممهاله افغانستان ته د امریکایي پلاوي سفر د امریکا د دولت او طالبانو تر منځ د اړیکو او تعاملاتو د زیاتېدو په تړاو اندیښنې را پیدا کړې دي. کابل ته د امریکایي پلاوي سفر، د یوه امریکایي زنداني خوشې کېدل او پر حقاني شبکې د فشار د کموالي په تړاو ادعاوې، د طالبانو او امریکا تر منځ د تعامل د پېچلي بهیر نښې دي. دا تعاملات کولای شي له یوه اړخه د مذاکراتو زمینه برابره کړي، مګر له بله اړخه دا اندیښنې هم شته چې په دې سره طالبانو ته مشروعیت ورکول کېږي او په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اغېز یې هم د اندیښنې وړ دی.