اطلاعات روز: له هلمند څخه ځايي سرچينې وايي چې وسلوالو غلو د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د «تازه ګل» په نوم يو تجار وژلی او د هغه د موټر په ګډون يې پیسې، مبايلونه او ټول قيمتي توکي ورڅخه وړي دي.
سرچینې د نوم پټ ساتلو په شرط ویلي چې دا پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۴ د وري) د هلمند ولايت سنګين ولسوالۍ کې «بارکزو» کلي ته نژدې په يوه ځنګل کې رامنځته شوې ده.
سرچينې ويلي چې وژل شوي کس څخه غلو لوکسل موټر بیولي او لخ سيمې څخه تښتيدلي دي.
د نوموړي د کورنۍ غړو هم دا پيښه تاييد کړې خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.
دا په داسي حال کې ده چې داختر په رانږدي کيدو سره يو ځل بیا په هېواد کې جنايي پيښې زياتي شوې دي او د هلمند په ګډون هیوادوال د غلاوو له زیاتوالي شکایت کوي.