close

کندهار کې له کاري فرصتونو د ځوانانو محرومیت

په دې وروستیو کې د کندهار  ولایت زیات شمیر ځوانان له بېکارۍ شکایت کوي او وایي، چې له یوې خوا کاري فرصتونه کم شوي او له بلې خوا که په کوم دولتي او یا غیر دولتي اداره کې کار پیداکړي، نو د طالبانو د لاسوهنو له کبله نه بریالي کېږي، چې اړوند بست کې کار پیل کړي.

سمیع الله، چې د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکی دی، درې کاله له بېکارۍ کړیدلی، خو څو میاشتې وړاندې چې د کندهار پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي کادري بست ته په خپله وړتیا بریالی شوی، ادعا کوي چې د طالبانو استخباراتو یې د ګمارنې مخه نیولې، ځکه چې پلار یې په تېر جمهوري نظام کې دنده ترسره کړې وه.

سمیع الله وویل: «زه په خپله وړتیا بریالی شوی وم، خو کله چې پوهنتون د استخباراتو ریاست ته زما په اړه استعلام واستاوه، هغوی منفي ځواب ورکړ؛ د دوی دلیل دا و چې زما پلار د تېر حکومت کارکوونکی و، زه درې کاله بېکاره وم، کله چې دې بست ته کامیاب شوم، زه او کورنۍ مې ډېر خوشاله وو، خو د طالبانو استخباراتو زما دا هیله راڅخه واخیسته.»

نوموړی د طالبانو د ګمارنې له پروسې شکایت کوي او وايي، چې له یوې خوا یې وخت ضایع شو او له بلې خواد یې د پلار دنده د دې پلمه وګرځیده چې له ده څخه ګټلی حق واخیستل شي او د رد ځواب ورته ورکړي. د ده په وینا، په کندهار کې ټول هغه ځوانان د کار له فرصتونو محروم دي، چې د کورنۍ غړو او یا خپله یې تېر نظام سره اړیکه لرله.

هغه په خپلو خبرو کې وویل: «زه د خپلې وړتیا پر اساس بریالی شوی وم. خو نه پوهېږم چې زما د پلار دندې ولې زما د راتلونکي مخه ونیوله، پلار مې سپین ږیری دی او د کورنۍ ټولي هیلې ماته دي، خو له بده مرغه زه بېکار یم او د خپلې کورنۍ د اقتصاد لپاره هیڅ نه شم کولای.»

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی فریداحمد هم له ورته ستونزې شکایت کوي، او وایي چې په دې ولایت کې یو دولتي بست ته بریالی شوی و، خو د طالبانو د امربالمعروف ادارې له دې کبله د کار اجازه نه ده ورکړې چې د کلي جومات ته نه ورځي.

نوموړي وویل: «زه په کندهار کي یوه دولتي بست ته بریالی شوی وم، خو کله چې زما د مقررۍ استعلام د کندهار امربالمعروف ته ورسېده، هغوی زموږ کلي ته راغلل ترڅو د تحقیق لپاره زموږ د کلي د ملا امام نه پوښتنه وکړي، ملا امام ویلي و چې زه مسجد ته نه ورځم او ملا ته پیسې نه ورکوم، چې په همدغه خاطر هغوی ماته د کار کولو اجازه را نه کړه او زه بیرته بېکاره شوم.»

فریداحمد د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه: «په حقیقت کې، د کلي ملا امام زموږ له کورنۍ سره شخصي مشکل لري، طالبان یوازې د همدې ملا امام پر خبرو باور کړي، زه حیران یم چې دولتي بستونه د عبادت او شخصي اړیکو پر اساس ولې وېشل کېږي، نه د وړتیا پر بنسټ.»

د بریالیو کسانو هغه لیست چې د سیدکرم نوم ترې لېری شوی دی/ استول شوی

کندهاري ځوانان وایي، چې په تېرو څه باندې دریو کلونو کې له یوې خوا د بېکارۍ کچه زیاته شوې، او له بلې خوا په دولتي او غیر دولتي بستونو کې د طالبانو د لاسوهنو له کبله زیات شمیر ځوانان د خپل حق څخه محروم شوي دي.

د کندهار ښار د دویمې ناحیې اوسیدونکی سیدکرم (مستعار) وایي، طالبانو نه یوازې د دولتي بستونو د ګمارنې پروسه تر سختو پلټونو لاندې نیولې، بلکې په غیر دولتي ادارو او موسطساتو کې هم دغه چاره جریان لري.

د ده په وینا: «مخکې به په کندهار کي خصوصي ادارو او موسېساتو خپل کارکوونکي مستقیم ګمارل، خو اوس طالبان خصوصي ادارې او موسېسات مجبوري چې د خپلو کارمندانو لیستونه ورسره شریک کړي، که داسې کسان وي چې په تیر نظام کې یې کار کړی وي یا یې د کورنۍ یو غړي کار کړی وي د کار اجازه نه ورکوي.»

سیدکرم وایي، چې کندهار کې د استادۍ یو بست ته بریالی شوی و، خو د طالبانو استخباراتو یې د مقررۍ لپاره استعلام نه دی جواب کړی او له کبله یې د بریالي شوو استادانو له لیست څخه نوم لېری شوی او اوس په ډیر کم معاش د یو خصوصي شرکت سره کار کوي.

دی پسې زیاتوي: «زه د کندهار پوهنتون د انګلیسي ادبیاتو د پوهنځي څخه فارغ شوی یم، څو میاشتې مخکط د استادۍ بست ته بریالی شوی وم، خو د استخباراتو له خوا زما منظوري رد شوې، دوی وايي چې ما په تیر نظام کې د امنیتي ادارې سره کار کړی دی، چې اوس مجبور یم په یوه خصوصي شرکت کې د کم معاش په بدل کې کار وکړم، خو زما هیله وه چې په دولتي اداره کې د خپلې وړتیا مطابق کار وکړم.»

په کندهار کې د دولتي بستونو د ګمارنې پروسه د طالبانو د استخباراتو، امربالمعروف، امنیې قومندانۍ، او جنایي ادارو له خوا کنټرولېږي او هر هغه څوک چې په دولتي بستونو کې ګمارل کېږي، لومړی یادو ادارو ته ورپیژندل کېږي او یادې ادارې بیا د بریالي کس د دوستانو، کورنۍ او تېرو اړیکو په اړه پلتنې کوي او بیا د کار اجازه ورکوي.

په کندهار کې د یو خصوصي پوهنتون استاد عبدالله الکوزی (مستعار) روان وضعیت ته په کتو د طالبانو یاده تګلاره د استعدادونو د ځپنې په معنا بولي او وایي، که دا چاره دوام وکړي هیواد کې به فقر زیات، ځوانان به ناهیلي او د تیښتې لار به غوړه کړي.

نوموړي وویل: : «د طالبانو دا ډول پالیسې د استعدادونو د ځپلو لامل کېږي، که چېرې د کندهار ځوانان بېکاره پاتې شي، نو دا به د فقر، جرمونو، او مهاجرت کچه لا زیاته کړي، طالبان باید له تبعیض څخه ډډه وکړي او یوازې د وړتیا پر اساس خلک وګماري.»


دی پسې وایي، که یو نظام غواړي چې د هیواد اقتصاد وده وکړي، باید ټولو تحصیل‌ یافته ځوانانو ته د کار فرصتونه برابر کړي او داسې ونه وکړي، چې تېر نظام کې د کار کولو له امله یو کس یا یې د کورنۍ غړی مجازات شي.

دغه راز کندهار کې ټولنیز فعال نثاراحمد د طالبانو د ګمارنې پر تګلارو نیوکه کوي او وايي، چې دا سیاستونه د عدالت او شفافیت پر خلاف دي.

هغه وویل: «د ګمارنې په پروسه کې د سیاسي پلټنو او پخوانیو اړیکو تمرکز ځوانان بې اعتباره کوي او اداره اړتیا لري چې د وړتیا پر بنسټ د ګمارنې سیاستونه رامنځته کړي.»

په کندهار کې د کارموندنې پر وړاندې شته محدودیتونه، د تحصیل‌ یافته ځوانانو لپاره د بېکارۍ ستونزه لاپسې ژوره کړې. کندهاري ځوانان له طالبانو غواړي چې د سیاسي پالیسو پر ځای، د وړتیا پر اساس د ګمارنې پروسه عادلانه او شفافه کړي، ترڅو ټول ځوانان د کار کولو مساوي فرصتونه ولري.