اطلاعات روز: هلمند او کندهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې د دوو جلا ترافیکي پیښو له کبله څلور تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
هلمند کې سرچینې وایي، چې د دې ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د «بغرا» کانال ته د یو ویټز موټر د لوېد له کبله درې تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا پېښه پرون (دوشنبه، ۱۸ د وري) د ګرمسیر ولسوالۍ اړوند «هزار جفت» سیمه کې سپین جومات ته څیرمه رامنځته شوې ده.
یوې سرچینې وویل، چې یاده سیمه کې یو ویټز ډوله موټر د زیاد سرعت له کبله له عمومي سړک څخه اوښتی او د بغرا کانال ته لوېدلی، چې پرمهال یې درې تنو ژوند بایللی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا، د دې پیښې ټپیان د سیمې نږدې روغتون ته لیږدول شوي، خو د روغتیایي وضعیت په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.
په همدې حال کې کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت د ښار اړوند نهمې ناحیې ته څېرمه د یوې ترافیکي پیښې له کبله یو کس مړ شوی دی.
ځایي سرچینه وایي، دا پېښه نن سهار شاوخوا ۹:۰۰ بجې د موټرسایکل او مازدا موټر د ټکر له امله رامنځته شوې، چې پرمهال یې موټرسایکل چلوونکی ځای پر ځای مړ شوی دی.
د دې دواړو پیښو په اړه د سیمې طالب چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د هلمند په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې عمده لاملونه یې د موټرو زیات سرعت، د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بېاحتیاطي بلل کېږي.