close
د نورستان عامې روغتیا ریاست

نورستان کې د واورې ښویېدنې په پېښه کې یو تن مړ او درې نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ځايي مسوولین خبر ورکوي چې د دې ولایت په مرکز پارون ښار کې د واورې ښویدنې له امله یو تنکی ځوان مړ او درې نور ټپیان شوي.

د نورستان د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو ویاند سمېع عمر وایي چې دا پېښه نن (دوشنبه، ۱۹ د وري) ماسپښین دوه بجې د پارون ښار په «پرونز» سیمه کې را منځته شوې.

سمیع عمر وایي، پېښه هغه مهال را منځته شوې چې دغو تنیکو ځوانانو غوښتل له غره څخه ښېځې (سابه) را ټول کړي چې پرمهال یې د واورې ښویېدنې پېښه را منځته شوې.

نوموړی وایي، د مړه شوي تنکي ځوان عمر ۱۶ کاله و او د ټپي شويو عمرونه هم د ۱۴ او ۱۶ کلونو ترمنځ وو.

د سمېع عمر په خبره؛ د پېښې ټپیان د نورستان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې هم د ډاډ وړ ښودل شوی.

نورستان د هېواد یو له غرنیو ولایتونو دی چې ګڼ اوسېدونکي یې د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه په غرنیزو سیمو کې کار کوي چې ځیني مهال مرګونې پېښې هم رامنځ ته کېږي.