close
Photo: Social Media

طالبان: په یوه ورځ کې له ایران او پاکستان څخه تر زر زیاتې کورنۍ راستنې شوې دي

اطلاعات روز: د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ویلي چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه تر زر زیاتې کورنۍ راستنې شوې دي.

د دې رسنۍ له راپور سره سم، ۷۲۵ کورنۍ په ننګرهار کې د تورخم له لارې، ۴۴ کورنۍ په کندهار کې د سپین بولدک له لارې، ۶۲ کورنۍ په نیمروز کې د پل ابریشم له لارې او ۱۷۶ کورنۍ په هرات کې د اسلام کلا له لارې افغانستان ته بیرته راستنې شوې دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري شړل زیات شوي دي.

پاکستان د مارچ میاشتې تر وروستیو پورې کډوالو ته وخت ورکړی و چې هیواد پرېږدي. د دې مودې تر پای ته رسېدو وروسته د کډوالو نیول او شړل پیل شوي دي.

په عین مهال کې له ایران څخه هم د افغان کډوالو شړل دوام لري.