close

له افغانستان سره د مرستندویه هیوادونو د استازو غونډه نن او سبا په استانبول کې ترسره کېږي

اطلاعات روز: په کابل کې د ترکیې سفارت وایي چې د «افغانستان د همغږۍ» ډلې (اې سي جي) غونډه نن (چهارشنبه، ۲۰ د وري) او سبا په استانبول کې ترسره کېږي.

د ترکیې سفارت پر ایکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې په دې غونډه کې «د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې پر لومړیتوبونو او برنامو بحث کېږي او د هیوادونو د ابتکاراتو او پروژو تر منځ د همغږۍ لپاره هم مهمه ده».

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیالۍ دفتر (یوناما) د «افغانستان د همغږۍ ډلې» د غونډې د ترسره کېدو خبر ورکړی و او ویلي یې و چې په دې غونډه کې د تمویلوونکو هیوادونو، نړیوالو مالي بنسټونو او یوناما استازي راغونډېږي.

یوناما له تمویلوونکو غوښتي چې د افغانستان د خلګو حیاتي ملاتړ ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال اندریکا راتواته ویلي: «که غواړو چې د فقر له شومې کړۍ د افغانستان د خلګو له وتلو سره مرسته وکړو، نو باید د هغوی اړتیاوو ته د رسیدګۍ لپاره د امکاناتو لرلو او اړینو روشونو ته دوام ورکړو.»

یوناما ویلي چې د تېر میلادي کال (۲۰۲۴) پر مهال په ټوله کې د افغانستان د خلګو د ملاتړ لپاره ۳.۲۱ میلیارد ډالر تر لاسه شول چې دا د وړم کال په پرتله د تر لاسه کېدونکې بودجې په کچه کې لوړوالی ښیي.

دې دفتر ویلي چې د تمویلوونکو سخاوتمندانه مرستې د ملګرو ملتونو همکارانو ته وړتیا ورکوي چې بنسټیز خدمات وړاندې کړي او د ښځو او نجونو په شمول د افغانستان وګړي پیاوړي کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) د روان میلادي کال پر مهال اړمنو ته د رسیدګۍ لپاره د ۲.۲۴ میلیارد ډالریزې بودجې غوښتنه کړې.

دا په داسې حال کې چې له افغانستان سره ستر مرسته کوونکي هیواد امریکا د ډونالډ ټرمپ تر ولسمشر کېدو وروسته خپلې مرستې قطع کړې دي.