close

پاکستاني رسنۍ: ټي ټي پي د امریکا جوړ لارموندونکي توغندي تر لاسه کړي دي

اطلاعات روز: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دې هیواد تحریک طالبان د امریکا جوړ «ایف جي ایم – ۱۴۸ جاولین» لارموندونکي توغندي تر لاسه کړي دي.

د جیونیوز له راپور سره سم، په دې وروستیو کې داسې ویډیو خپره شوې چې ښیي له تحریک طالبان پاکستان سره یوه تړلې ډله د امریکا جوړ جاولین توغندیو استعمال زده کوي.

«ایف جي ایم – ۱۴۸ جاولین» توغندي په لارموندونکي سیسټم سمبال دي چې تر ویشتل کېدو وروسته په خپله خپل هدف مومي او ویشتونکي ته د پر شا کېدو اجازه ورکوي.

له دې توغندیو د ټانکونو، زرهي موټرو، کلکو ودانیو او افرادو د ویشتلو لپاره استفاده کېږي.

یوه پاکستاني امنیتي چارواکي «د نیوز» رسنۍ ته ویلي، تر اوسه داسې لاسوندونه نشته چې وښیي دا توغندي دې په پاکستان کې دننه استفاده شوي وي، خو اصلي اندیښنه داده چې «ترهګر» اوس کولای شي، د پاکستان په هره برخه کې یې ځای پر ځای کړي.

دې پاکستاني چارواکي ویلي، وضعیت نه یوازې د امریکا د پاتې شویو وسلو په ساتنه کې د طالبانو ناکامي ښیي، بلکې دا اندیښمنوونکې شونتیا هم زیاتوي چې له دې توغندیو به د پاکستان د نظامي پوستو په نښه کولو او د پاکستان او افغانستان پولې د ماتولو لپاره کار واخیستل شي.

دې توغندیو ته د تحریک طالبان پاکستان د لاسرسي خبرونه په داسې وخت کې خپرېږي چې د پاکستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د متحده ایالاتو د پاتې نظامي تجهیزاتو په اړه خبرې کړې او د دې موضوع پر حل یې توافق کړی دی.

پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم په ځلونو ادعا کړې چې په افغانستان کې د امریکا پاتې شوې وسلې د یاغیانو لاس ته لویدلې دي او د دې هیواد پر خلاف یې کاروي.