اطلاعات روز: د کندهار میرویس حوزوي روغتون کې سرچينې وايي، چې په دې ولایت کې د طالبانو امنیې قومندانۍ کې د چاودنې وروسته د دغې ډلې ۷ پولیس په ټپي حالت کې دې روغتون انتقال شوي دي.
ځایي سرچینو نن سهار مهال خبر ورکړ، چې کندهار کې د طالبانو امنيې قومندانۍ کې دوې پرلپسې چاودنې شوي او وروسته د ډزو غږونه هم اوریدل شوي دي.
میرویس روغتون کې سرچینې وایي، چې د چاودنې له ځایه دوی ته اووه طالب پولیس په ټپي حالت کې ور وړل شوي، چې د دوو روغتیایي حالت نازک بلل شوی دی.
د دې چاودنې سره هممهاله کندهار کې د طالبانو د والي وياند محمود اعزام وویل، چې چاودنه د مهماتو په یوه ډېپو شوې او کومه مرګ ژوبله نه لري.
خو، په دې ولایت کې د طالبانو امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر بیا وایي، چې د دوی د نشه یي توکو د مدیریت په کانټینر کې نن (پنجشنبه، ۲۱ د وري) سهار زاړه مهمات چاودلي، چې له کبله یې څو تنه پیره داران ټپیان شوي دي.
دوی د چاودنې د څرنګوالی په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو زیاتوي چې د چاودنې پرمهال د نږدې خونو ښېښې هم ماتې شوي دي.