close

د تورخم له لارې روانه اوونۍ څه باندې څلور زره کورنۍ هیواد ته راستنې شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، چې روانه اوونۍ د تورخم له لارې له پاکستان څخه څه باندې څلور زره کورنۍ هیواد ته راستنې شوي دي.

د یاد ولایت لپاره د طالبانو د کډوالو چارو د انتقالاتو برخې مسوول بخت جمال ګوهر وایي، چې له راستنېدونکو کډوالو سره په تورخم کې د مرستندویه ادارو له لوري له څه اندازه نغدي مرستو سربېره د خوراکي او نورو اړینو توکو مرستې هم ترسره کېږي او بیا د دوی له لوري د ځانګړي ټرانسپورټ په مرسته خپلو سیمو ته لیږدول کېږي.

ګوهر وویل: «په روانه اوونۍ کې له پاکستانه د کډوالو د راستنېدونکو بهیر چټک شوی او روانه اوونۍ له څلور زرو زیاتې کورنۍ د تورخم له لارې راستنې شوي او د حکومت د یو منظم پلان له مخې د تورخم په فرضي کرښه هره ورځ شاوخوا ۷۰۰ تر ۸۰۰ کورنۍ د بېرته راستنېدو بهیر ته سپارل کېږي.»

د هغه په خبره هغه کورنۍ چې په تورخم کې د کډوالو په ځانګړي «عمري کمپ» کې د لنډ مهال لپاره مېشت کېږي د هغوی لپاره یې په روغتیایي او نورو برخو کې اړین خدمات برابر کړي دي.

نوموړی له ګاونډیو هیوادونو او په ځانګړي ډول له پاکستانه غواړي چې د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو یو اړخیزه پرېکړه ونه‌کړي.

بلخوا یوشمېر هغه افغانان چې تازه له پاکستانه اېستل شوي، افغانستان کې د ژوند فرصتونو نشتون څخه شکایت کوي.

عزیز خان تازه د تورخم له لارې له پاکستان څخه هیواد ته راستون شوی او وایي: «د پاکستان پېنډۍ کې مو ترکاري او تازه مېوه خرڅوله، په کرایه کور کې اوسېدم د ژوند چاره مو روانه وه؛ خو د پولیسو له لوري څو ځلي زمونږ په کور چاپه ووهل شوه خو زه به کور کې نه وم د پاکستان پولیسو به تنګولم نور هلته ژوند نه کېده او همدا یوه اوونۍ نه کېږي چې افغانستان ته راغلی یم او بد وضعیت کې یم.»

یو بل کډوال انعام الله بیا زیاتوي: «د پاکستاني پولیسو له لوري افغانان سخت ځورول کېږي او دغه راز هغه د کور وسایل چې کډوال یې غواړي هیواد ته یې له ځان سره راوړي پولیس یې د انتقال اجازه نه ورکوي او دغه راز له راستنېدونکو کډوالو پولیس په یوه او بله بهانه پېسې هم اخلي.»

یوشمېر هغه افغانان چې اوس هم پاکستان کې دي، وايي د هرې ورځې په تېرېدو په دغه هیواد کې د افغانانو د نیولو او اېستلو لړۍ چټکه کېږي.

یوه افغانه کډواله بلقیس احمدي وایي، چې په دې وروستیو کې پاکستاني پولیسو پر کډوالو د ژوند کړۍ راتنګه کړې او له دوی یې خپل لوری ورک کړی دی.

بلقیس احمدي زیاته کړه: «موږ د پاکستان د حکومت له‌خوا تر سخت فشار لاندې یوو او د پولیسو له لوري د کډوالو د نیولو عملیات چټک شوي، په هر ځای کې کډوال درول کېږي او له خپلو کورنیو سره بېرته افغانستان ته استول کېږي په دوی کې زیاتره بهرني کېسونه هم لري.»

په ورته مهال د طالبانو د رییس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د یادې ډلې لوړپوړو چارواکو له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اخراج په تړاو ناسته کړې ده.

طالبانو په دې ناسته کې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل د ټولو اسلامي، انساني او نړیوالو منل شویو اصولو خلاف عمل بللی او د غندلو ترڅنګ یې ویلي، چې دغه ډول ناسمې کړنې د دواړو هېوادونو په زیان دي.

د طالبانو له حکومت او نړیوالو ملاتړو سازمانونو د غوښتنو سربېره پاکستان له دغه هېواده ناقانونه او د ACC کارت لرونکي افغانان په زور وباسي، چې په پرېکړه کې یې بدلون نه دی راغلی.

پاکستان د تېرې مارچ تر ۳۱مې افغان تابعیت لرونکو ته له دغه هېواده د داوطلبانه وتلو وروستی مهلت ورکړی ړ، چې د پای ته رسېدو سره سم په دغه هېواد کې د افغانانو د نیولو، وسایلو اخیستلو او په جبر له پاکستانه شړلو لړۍ پيل شوې.