اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په دواب ولسوالې کې له سړک څخه خوړ ته د یوه ډاټسن موټر د لوېدو له امله درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نورستان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند غلام الرحمن حیدري وایي، دا پېښه نن (پنجشنبه، ۲۱ د وري) غرمه شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې د دواب ولسوالۍ په «ګندمک» سیمه کې رامنځته شوې.
نوموړی زیاتوي چې په دې پېښه کې موټر چلوونکی، د ښوونځي یو استاد او یو بل تن خپل ژوند بایللی دی.
هغه زیاتوي، مړه شوي د لغمان اوسېدونکي وو چې له نورستانه خپل کور ته پر لار وو.
د یادې ترافیکي پېښې لامل د سړک خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه مراعتول او د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د ترافيکي پېښو ګراف تر بل هر وخت لوړ شوی چې له امله یې ګڼو هېوادوالو ته درنه مرګ – ژوبله رسېږي.