close

علني اعدامونه؛ طالبانو په بادغیس، نیمرزو او فراه کې څلور تنه اعدام کړي

اطلاعات روز: د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې دې ډلې په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې څلور تنه د قتل په تور اعدام کړي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په وینا، دوه تنه نن (جمعه، ۲۲ د وري) د بادغیس ولایت په مرکز کې د یو شمېر نارینه‌وو په حضور کې اعدام شوي دي.

د طالبانو د سترې محکمې له خبرپاڼې سره سم، د یوه اعدام شوي کس نوم سلیمان و او د بادغیس د تګاب عالم ولسوالۍ د چاه جلال کلي اوسېدونکی و.

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې سلیمان د غلام نبي په نوم یو تن دوې مرمۍ ویشتلی او وژلی و.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې بل تورن کس حیدر یاد شوی او ویل شوي چې د بادغیس د دره بوم ولسوالۍ د نخچرستان اوسېدونکی و او د محمد شاه په نوم کس یې په کلاشنکوف ویشتلی او وژلی و.

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې د دې ډلې درو سرو محکمو سلیمان او حیدر په قصاص محکوم کړي و او د دې ډلې د مشر هبت الله له لوري دا حکم تایید شوی دی.

دې ډلې ویلي چې د مقتولینو کورنیو ته د سولې او بښنې وړاندیزونه شوي، خو د هغوی له لوري تر نه منل کېدو وروسته د اعدام حکم تطبیق شوی دی.

همدا راز، په نیمروز کې هم د طالبانو سترې محکمې د عبدالقدیر په نوم د یوه کس د اعدامېدو خبر ورکړی او ویلي یې دې چې نوموړي د فراح الدین په نوم یو کس په توپنچه ویشتلی او وژلی و.

د طالبانو د سترې محکمې له خبرپاڼې سره سم، عبدالقدیر د دې ډلې په درو سرو حکمو کې قصاص شوی و او دا حکم د طالبانو د مشر تر تایید او د مقتول د کورنۍ تر نه بښنې وروسته تطبیق شوی دی.

د طالبانو د سترې محکمې په وینا، عبدالقدیر نن د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې په عام محضر کې اعدام شوی دی.

همدارنګه د طالبانو سترې محکمې په یوه بله خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې دې ډلې په فراه کې هم یو کس نن د دې ولایت د مرکز په ورزشي لوبغالي کې د عامو وګړو او طالب چاروکو په حضور کې اعدام کړی دی.

د طالبانو د سترې محکمې خبرپاڼه کې ویل شوي چې اعدام شوی محمد صادق چې د فراه د شیب کوه ولسوالۍ اوسېدونکی و، د همدې ولسوالۍ د یوه بل اوسېدونکي بسم الله د قتل په تور اعدام شوی دی.

پر نوموړي تور لګول شوی چې «بسم الله» یې د چاقو په ګوزارونو وژلی و.

د طالبانو په وینا، دا امر هم د دې ډلې د مشر تر تایید او د مقتول د کورنۍ تر نه بښنې وروسته تطبیق شوی دی.

طالبانو له تېرو درو کلونو راهیسې بیا تر اوسه نهه تنه په عام محضر کې اعدام کړي دي.