اطلاعات روز: له هلمند څخه ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت د باباجي ولسوالۍ اړوند د «لوی مانده» په سیمه کې یوه ځوانه ښځه وژل شوې ده.
د سیمې یوه اوسېدونکي اطلاعات روز ته ویلي چې دا ښځه تېره شپه (پنجشنبه، ۲۱ د وري) د خاوند په کور کي وژل شوې، خو تر اوسه یې د وژل کېدو انګېزه نه ده معلومه.
سرچینه زیاتوي، وژل شوې ښځه ځوانه وه او څه موده وړاندې واده شوې وه.
د نوموړې ښځې جسد تیره شپه بُست ولایتي روغتون ته انتقال شوی.
طالب چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دې ویلي.
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په هلمند او نورو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.