close

فراه کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې دوه تنه وژل شوي

اطلاعات روز: فراه کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت په مرکز فراه ښار کې د دوو کورنیو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې دوه تنه وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.

فراه کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ چارواکي زیاتوي چې دا پېښه تېره ورځ (پنجشنبه، ۲۱ د وري) د فراه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د «مهاجرینو» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د طالبانو په وینا، د پېښې په تړاو یو تن نیول شوی، مګر د شخړې د لامل په اړه یې څه نه دې ویلي.

د خلګو تر منځ شخړې چې کله-کله مرګ ژوبله هم لري، د ځمکې او یا هم کورني تاوتریخوالي له امله رامنځ ته کېږي.

دا پېښه په داسې مهال کې شوې چې طالبانو نن څلور تنه په بېلابېلو ولایتونو کې د قتل په تور په عام محضر کې اعدام کړي دي.