اطلاعات روز: د «افغانستان د جګړې ارزونې کمیسیون» دویمه استماعیه غونډه د امریکا په مشرانو جرګه کې د جنرالانو، پخوانیو امریکایي ډیپلوماټانو او پخوانیو افغان چارواکو د شهادتونو په ورکولو ترسره شوه، چې د غونډې اجنډا په افغانستان کې د امریکا د جګړې په لومړیو کلونو راټوله وه.
هنري هانک کرامپټون، چې په دې لومړۍ دوره کې یې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد هڅو مشري کوله، خپله شاهدي ورکړه او یې ویل: «د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته په لومړیو ۹۰ ورځو کې، د مرکزي استخباراتو ادارې، د امریکا مرکزي قوماندې او د امریکا د ځانګړو عملیاتو قومندانۍ په ګډه د افغان قبایلي متحدینو سره په همغږۍ دښمن ته ماتې ورکړه.»
هغه دا چټک بریالیتوب د ګټونکې روحیې، په ماموریت کې نظم، قوي مشرتابه، او باوري ملګرتیا ته منسوب کړ.
په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو پخواني قومندان جنرال ډیویډ بارنو وویل، چې په ۲۰۰۳ کال کې د عراق جګړې پیل د افغان جګړې پر څرنګوالي اغېز درلود، ځکه په وینا یې چې سرچینې، پوځي اډې او پاملرنه له افغانستان څخه وایستل شول.
هغه درې عاملونه په ګوته کړل چې «د شلو کلونو جګړې د بریا امکان یې کمزوری کړ»: د هڅو د یووالي نشتوالی، د مشرتابه دوام نه لرل او «یو دښمن چې بهرنی پناهځای لري»، یعنې پاکستان.
په پاکستان کې د امریکا پخوانۍ سفیرې نانسي جو پاول هم شاهدي ورکړه چې د سپتمبر د ۱۱مې له پیښو وروسته، پاکستان ځان په کابل کې د طالبانو د رژیم د ملاتړ او د القاعدې او هغو کسانو له خوا د راپورته شوي ګواښ د له منځه وړلو لپاره د امریکا د پریکړو په شک کې وموند چې هغوی ته یې پناه ورکړې وه.
هغې وويل: «پاکستاني مشرانو په متحده ایالاتو باور نه درلود.»
د افغانستان د ولسمشر پخواني مرستیال یونس قانوني هم په دې غونډه کې حاضر و او په خپله وینا کې یې د بن کنفرانس یادونه وکړه.
قانوني وويل، چې د بن توافقاتو درې لویې نیمګړتیاوې درلودې. د هغه په نظر، په غونډه کې د طالبانو د استازو نشتون، د تړون د پلي کولو په اړه د څارنې ادارو نشتوالی، او د ګاونډیو هیوادونو د لاسوهنې د مخنیوي لپاره د مخکیني میکانیزم نشتوالی د بن توافقاتو نیمګړتیاوې وې.
هغه زیاته کړه، چې د بن تړون ځينې اصلي لوبغاړو موازي اهداف تعقیبول. قانوني په ګوته کړه چې متحده ایالات هڅه کوله چې په افغانستان کې د خپلو ستراتیژیکو ګټو سره سم سیاسي نظام رامنځته کړي. د هغه په وینا، متحده ایالاتو په لویدیځ کې میشت افغانان او افغان-امریکایان د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره مناسب انتخابونه ګڼل.
نوموړي هغه څه ته اشاره وکړه چې هغه یې د اصلي لوبغاړو ترمنځ د اختلاف لامل بولي او ویې ویل چې د متحده ایالاتو په مشرۍ د پوځي ایتلاف او د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د ټیم ترمنځ اړیکې د سلسله مراتبو«» بڼه اخیستې وه او متحد جبهه په حاشیه کې اچول شوې وه.
قانوني په خپلو خبرو کې وويل، چې د کرزي د ټيم ټينګار، چې د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له ملاتړه برخمن و، پر متمرکز جوړښت باندې و، چې په دې کار سره یې د ملي دولت د جوړېدو، ملت جوړونې او پرمختګ مخه ونيوله او قومي ویش يې ژور کړل. د هغه په وينا، متمرکز جوړښت د افغانستان له قومي او ټولنيزو واقعيتونو سره نااشنا و او ډيموکراټيک بنسټونه يې کمزوري کړل.
دغه راز د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داوودزي هم په خپله وینا کې د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر په میاشت کې د بن کنفرانس په اړه بحث وکړ.
هغه استدلال وکړ چې «د واک متمرکز کولو لپاره د یو کس په لاس د ولسمشرۍ سیسټم رامنځته کول د افغانستان لپاره ډیره مناسبه پریکړه نه وه» او دا یې د هیواد په بنسټ کې لومړۍ «کږه خښته» وبلله.
د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) پخواني مدیر، اندریو ناتسیوس، په خپله وینا کې په افغانستان کې د ادارې د لومړنیو «پام وړ بریالیتوبونو» په اړه خبرې وکړې. هغه په خپلو خبرو کې «د هیواد د خزانې بیا رغونه، د سړکونو جوړول، د زده کړې بیا رغونه، د خپلواکو رسنیو رامنځته کول، د روغتیا سیسټم رامنځته کول چې د مور او ماشوم مړینې کې د پام وړ کمښت راولي، او تر ټولو مهم د قحطۍ مخنیوي اړوند څرګندونې وکړې.»
خو، هغه وويل: ««د امريکا د متحده ايالاتو موخې په افغانستان کې هېڅکله سره يو نه شوې، ځکه چې دا موخې يو له بله سره ځانګړې او يو له بله سره په ټکر کې وې.»