اطلاعات روز: له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اجباري راستنېدنې پرمهال هره ورځ د تورخم او سپین بولدک له لارې سلګونه کورنۍ هیواد ته راستنیږي.
راستانه شوي کډوال د پاکستاني پولیسو او پوځیانو له ناوړه چلند سرټکوي او وایي، چې د کور وسایل او نوره شتمني یې پولیسو او ځایي خلکو لوټ او تالان کړي دي.
د ننګرهار اوسېدونکی عظیم الله چې له تېرو ۳۵ کلونو راهېسې د اسلام آباد په پېنډۍ سیمه کې اوسېده، خو اوس د پاکستاني پولیسو له لوري په زوره هیواده ته راشړل شوی دی.
هغه په ژړه غوني غږ وایي، چې یوازې یې د کورنۍ شپږ غړي خوندي راوېستلي او نور د کور ټول وسایل پولیسو په ځایي خلکو لیلام کړي دي.
عظیم الله وویل: «سهار وختي پولیس زمونږ پر کور چاپه ووهله او مونږ ته یې آمر وکړ، چې د کور وسایل پریږدئ او افغانستان ته ستانه شئ او د کور وسایل به چیرته نه وړئ ځکه وایي، چې دا غنیمت دی نو بیا یې راڅخه د کور وسایل ایسار کړل او ځایي خلکو ته یې آمر وکړ چې کور یې لوټ کړي هر څه خپله مې لیدل هرچا چې په څه وس پوره کېده زما له کور یې وړل او زه حیران ولاړ وم.»
نوموړی زیاتوي نه یوازې ورڅخه پولیسو د کور ټول وسایل ایسار کړي بلکې له لفظي شخړې وروسته پولیسو وهلی ډبولی او یو لاس یې پرې مات کړی دی.
یو بل راستون شوی کډوال محمد رقیب هم د پاکستاني پولیسو له بد چلند شکایت کوي او وایي، چې په جبری ډول د افغان ګډوالو ستنولو سره د خلکو په میلیونونه روپۍ سرمایې او کاروبارونه پاتې شول.
محمد رقیب وویل: «ما د پېنډۍ په سبزۍ منډي کې د تازه مېوې کاروبار درلوده، له افغانستان به مو د تازه مېوه د تولید پرمهال سوداګري ډیره ښه وه؛ په دې وروستیو کې مو کاروبار له دوه میلیونو زیات شوی و؛ خو په ناڅاپي ډول له پاکستان څخه راستنېدو مو د ټول عمر خواري له خاورو سره خاورې کړه ځکه هلته مو قرضونه او نور کاروبار په ټپه ودرېده او زه پولیسو له خپلې کورنۍ سره په اجباري ډول د تورخم له لارې هیواد ته راستون کړم د کور وسایل یې راڅخه ایسار کړي دي.»
د نوموړي په خبره پاکستاني پولیسو په دې وروستیو کې د کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړې او زیاتره وخت د کډوالو د نیولو عملیات دشپې لخوا ترسره کوي.
د نعمت الله په نامه یو بل کډوال چې کلونه یې د پنجاب په «ګجره» سیمه کې ژوند کړی وایي، د پاکستاني پولیسو له لوري له افغان کډوالو سره چلند د نه منلو وړ دی.
نوموړی له خپلې کورنۍ د پنجاب په یاده سیمه کې پولیسو د شپې عملیاتو پرمهال نیولی او له دوه ورځني بند وروسته یې د تورخم له لارې هیواد ته په اجباري ډول راشړلی دی.
نعمت الله زیاته کړه: «ډیره راته سخته وه چې د شپې لخوا پولیسو زمونږ په کور چاپه ووهله، زما د څلورو ورونو په ګډون یې د کورنۍ نهه غړي ونیولو او بیا یې دوه ورځې بندیان کړو، له دې وروسته یې تورخم ته انتقال کړو؛ د کور ټول وسایل او کاروبار پاتې شو له زیاترو خلکو په میلیونونو روپو کاروبارونه پاتې شول او خلک له مالي اړخه ډیر زیانمن شول.»
نوموړی هیواد ته په راستنېدو اندېښمن دی او وایي، دلته نابلد دی او که کار ونه مومي مجبور دی چې بیا پر قاچاقي لارو پاکستان او یا ایران ته د مزدورۍ په موخه لاړ شي.
د نوموړي په ګډون راستانه شوي کډوال د طالبانو له حکومت له دوی سره د اړینو مرستو ترڅنګ د دایمي سرپناه او دغه راز د کاري زمینو د برابرېدو غوښتنه کوي.
په همدې حال په تورخم کې د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست طالب مسوولین وايي، چې هره ورځ له دې لارې له ۷۰۰ تر ۹۰۰ کورنۍ هیواد ته راستنیږي او یوازې په تېره اوونۍ کې له څلور زرو زیاتې کورنۍ د تورخم له لارې هیواد ته راستنې شوي دي.
په تورخم کې د افغان کډوالو د انتقالاتو لپاره د طالبانو امر بخت جمال ګوهر وایي، چې هره ورځ د افغان کډوالو راستیدنه زیاتیږي، چې دوی ورته په بېلابېلو برخو کې اسانتياوې برابرې کړي او د کډوالو لنډمهاله پنډغالي کې د اوسېدو، خوراک، روغتيايي او نورو خدمتونو زمینه برابره کړې ده.
ګوهر زیاته کړه: «له تېرې یوې اوونۍ پرمهال له څلور زرو زیاتې کورنۍ د تورخم له لارې راستنې شوي او هره ورځ دا شمېر زیاتیږي، دوی ته مو په تورخم کې یو کمپ جوړ کړی چې دلته له لنډ وخت وروسته خپلو سیمو کې په ځانګړو موټرو کې انتقالیږي او دغه راز له دوی سره له نغدي مرستو سربېره د خوراکي توکو او نورو اړینو برخو کې مرستې هم ترسره کېږي.»
د راستنو شویو کډوالو په خبره په دې وروستیو کې د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیولو پروسه چټکه شوې او هره ورځ په زیات شمېر افغانان په زوره هیواد ته راستنیږي.
راستنې شوې کورنۍ د کډوالو لپاره د ځانګړي ښارګوټي د جوړېدو او دغه راز د استوګنیزو کورونو لپاره د نمرو د ورکړې غوښتنه هم کوي.