اطلاعات روز: نورستان کې ځايي سرچینې خبر ورکوي، چې پاکستاني ځواکونو د دغه ولایت پر کامدېش ولسوالۍ توغندیز بریدونه کړي چې له امله یې یو ماشوم او یو سړی ټپیان شوي.
سرچینه وايي، دا بریدونه تېره ورځ (جمعه، ۲۲ د وري) مازدیګر مهال د کامدېش ولسوالۍ پر «ګوهردېش» سیمې پیل شوي وو او تر نن سهار په وقفه يي ډول روان وو.
سرچینه د دغو بریدونو له امله د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بولي، خو په خبره یې په سیمه کې ګڼې کورنۍ له خپلو کورونو وتلې دي.
سرچینې زیاتوي، چې په دې سیمه کې د روغتیايي مرکز کار کوونکو ته هم د چمتووالي «تیارسۍ» لارښوونه شوې.
سرچینې د پاکستاني پوځیانو له لوري د یادو تازه توغندیزو بریدونو د لامل په تړاو څه نه دي ویلي.
تر اوسه نورستان کې د طالبانو ځايي مسوولینو هم د پاکستاني ځواکونو له لوري د دغو بریدونو په تړاو خپل نظر نه دی څرګند کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني ځواکونو تر دې وړاندې هم د نورستان په کامدېش، برګمټال او ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د کونړ په یو شمېر ولسوالیو توغندیز او هوايي بریدونه کړي چې له امله یې ځايي خلکو ته درنه مرګ ـ ژوبله هم اوښتې.