اطلاعات روز: د فراه ولایت په مرکز فراه ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو ځوان مړ شوی او بل تن ټپي شوی دی.
ځایي سرچینې وایي چې دا پېښه نن (دوشنبه، ۲۵ د وري) هغه مهال رامنځته شوې چې کله دوه موټرسایکلونه له یو-بل سره وجنګېدل او وروسته یوه موټرسایکل له مسافروړونکي بس موټر سره ټکر وکړ.
د سرچینې په وینا، په پېښه کې یو ځوان ځای پر ځای مړ شوی او بل تن ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.
د فراه ښار اوسېدونکي شکایت کوي چې د سړکونو خراب وضعیت، د موټر چلوونکو بېاحتیاطي او د ترافیکي نښو نشتون وخت ناوخته د مرګ ژوبلې سبب کېږي.
بلخوا نن له لغمانه په یوه راپور کې ویل شوي و چې په دې ولایت کې هم پرون د دوو بېلو ترافیکي پېښو له امله دوه تنه مړه او پنځه ژوبل شوي.