اطلاعات روز: د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د دې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده د اسلام د پیغمبر «خلیفه» بللی او د هغه اطاعت یې «واجب» او د هغه سپکاوی یې «حرام» بللی دی.
په یوه غږیز پیغام کې چې د لوړو زده کړو وزارت پر ایکس پاڼه خپور شوی، ندیم په یوه غونډه کې «پر رعیت د مسلمانانو د امیر د حقونو» په اړه د اخوندزاده پر یوه فرمان خبرې کوي.
ندیم څرګنده کړې: «د مسلمانانو د امیر احترام درباندې لازم دی؛ ځکه د مسلمانانو امیر د الله پاک جل جلاله او د الله د پیغمبر خلیفه دی.»
طالبان ملا هبت الله چې تر اوسه په عام محضر کې نه دی لیدل شوی «امیرالمؤمنین» بولي.
ندیم په خپلو خبرو کې ویلي، چې «پر مسلمانانو د امیر اول حق د هغه اطاعت کول دي».
دی د خپلو خبرو لپاره د قرآن په ایت استدلال کوي او وایي: «دا خبره د هغه کتاب ده چې تا ایمان پرې راوړی. لکه اقیموا الصلوة، لکه اتوا الزکات، لکه کتب علیکم الصیام په څېر ده. د امیر اطاعت هم همداسې حکم لري. زما خبره نه ده، د خدای د کتاب خبره ده.»
ندیم ویلي: «ټول دین پسې وګورئ، هیڅوک نه شې پیدا کولای چې درته ووایي د امیر اطاعت واجب نه دی.»
د طالبانو دې چارواکي «پر مسلمانانو د امیر دویم حق» د هغه بې احترامي نه کول بللي.
ده ویلي: «دویم شی دادی چې د امیر اهانت حرام دی. د مسلمانانو له امیر څخه بغاوت حرام دی او د مسلمانانو د امیر احترام پر تا لازم دی ځکه چې د مسلمانانو امیر د خدای او رسول خلیفه دی.»
د ده په وینا، چې د «امیر اطاعت د پیغمبر اطاعت دی او د پیغمبر اطاعت د الله ج اطاعت دی.»
د طالبانو مشر په کندهار کې اوسي. ده د تېرو درې نیمو کلونو پرمهال په پر له پسې توګه فرمانونه ورکړي. د نوموړي فرمانونو د افغانستان د وګړو په ځانګړي توګه ښځو او نجونو حقونه په پراخه توګه محدود کړي دي.
د ملا هبت الله یو فرمان د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار بندیز دی چې د نړۍ په بل هیڅ هیواد کې ساری نه لري.
د طالبانو فرمانونه له نړیوالو نیوکو سره مخ دي او اسلامي هیوادونه یې د اسلامي لارښوونو خلاف ګڼي.