اطلاعات روز: د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې څخه بیا د ۲۰۲۵ کال تر اپریل پورې له ایران او پاکستانه ټولټال ۲.۴۳ میلیون کډوال افغانستان ته راغلي دي.
دې بنسټ نن (سېشنبه، ۲۶ د وري) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له دې کډوالو ۵۴ سلنه یې په جبري توګه شړل شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې د دې کډوالو له یو میلیون او ۳۰۰ زره او ۵۶۳ تنو سره یې افغانستان ته د راتلو پر مهال مرسته کړې ده.
دې بنسټ همدا راز ویلي چې د روانې میلادي میاشتې له لومړۍ بیا تر ۱۳ پورې ۶۰ زره کډوال له پاکستانه شړل شوي او د تورخم او سپین بولدک لارو څخه افغانستان ته راغلي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې د دې افرادو له ۱۰ زرو او ۶۴۱ تنو سره یې مرسته کړې ده.
دې بنسټ ویلي چې له پاکستانه د کډوالو د راستنېدو اوسنی بهیر کولای شي د ۲۰۲۵ کال پر مهال پر ۱.۶ میلیون بې اسنادو او د افغانستان تابعیت کارت لرونکو کډوالو اغېز وکړي.
د کډوالۍ د نړیوال سازمان د دفتر رییس میهیونګ پارک تر یو میلیون زیاتو راستنو شویو کډوالو سره د دې بنسټ مرسته د دې بنسټ او همکارانو ظرفیت او له راستنېدونکو سره یې د هغوی تعهد بللی دی.
ده په عین مهال کې ویلي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د شړلو له تازه بهیر سره پر سرحدي نقاطو او د راستنېدونکو د مېشتېدو په ځایونو کې اړتیاوې زیاتې شوې دي او له دې افرادو سره مرسته یوازې په زیاته بودجه سره کېدلای شي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان له ټولو هیوادونو غوښتي چې د کډوالو قانوني وضعیت ته له پام پرته دې هغوی تر هغو نه شړي چې د هغوی د امن، باوقاره او داوطلب راستنېدو لپاره تضمینوونکي شرایط نه وي برابر شوي.