close
Photo: © UNFPA Afghanistan

د بریتانیا سفارت: د میندو د مړینې له اړخه افغانستان د نړۍ اووم هیواد دی

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت د «قابلې د نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې د میندو د مړینې له اړخه افغانستان د نړۍ اووم هیواد دی.

دې سفارت نن (دوشنبه، ۱۵ د غوایي) پر ایکس لیکلي چې د قابلو نړیواله ورځ دا خبره په ډاګیزه توګه کوي چې په طبي انسټیټوټونو کې د ښځو پر زده کړو بندیز د انسانانو د ژوند ژغورنې لپاره اړین دی.

د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شاژدافیر رابرټ ډیکسون هم ویلي چې په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز بوږنوونکې پایلې لري په ځانګړې توګه د افغانستان د ښځو او نجونو پر روغتیا.

ده ویلي چې طالبان باید سمدستي دا بندیز ختم کړي.

طالبانو د تېر لمریز کال په لیندۍ میاشت کې په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.

دې ډلې تر دې وړاندې په ښوونځیو او پوهنتونو کې هم د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی و.

په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو په بندیز او د بودجې د کمښت له امله د ځینو روغتیایي مرکزونو د تړل کېدو له امله روغتیايي خدماتو ته د ښځو لاسرسی کم شوی او په هیواد کې د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو مړینه زیاته شوې ده.