اطلاعات روز: د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي چې پاکستان د اپریل میاشتې له لومړۍ نیټې بیا د می میاشتې تر ۱۲ پورې تر ۱۲۸ زره زیات کډوال افغانستان ته شړلي دي.
دې بنسټ نن (چهارشنبه، ۲۴ د غوایي) پر ایکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې د دې کډوالو اکثریت یې په جبري توګه اخراج شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې تر ۶۸ زره زیاتو کډوالو ته یې سرپناه او خواړه برابر کړي دي.
دې بنسټ همدا راز ویلي چې دې افرادو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته یې روغتیایي خدمات هم وړاندې کړي.
په عین مهال کې د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې د راستنېدونکو اړتیاوې لا هم زیاتې دي.
پاکستان بې اسناده کډوالو او د افغانستان د تابعیت کارت لرونکو ته د مارچ میاشتې تر وروستیو پورې وخت ورکړی و چې په خپله خوښه دا هیواد پرېږدي.
د دې مودې په پای ته رسېدو سره له پاکستانه د افغان کډوالو د شړلو جبري بهیر پیل شوی دی او هره ورځ په زرګونو تنه اخراجېږي.