اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو له زندان څخه د خبریال حمید فرهادي د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
دې بنسټ نن (چهارشنبه، ۲۴ د غوایي) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا خبریال د طالبانو پر خلاف د «تبلیغاتو» او له اطلاعات روز ورځپاڼې سره د همکارۍ په تور نیول شوی او په دوه کاله بند محکوم شوی دی.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې طالبانو دا خبریال د روان میلادي کال د مارچ پر ۲۸ له کوم وضاحت او مخکینۍ خبرتیا پرته د کابل له پلچرخي زندان څخه باګرام ته انتقال کړی دی.
د بښنې د نړیوال سازمان له راپور سره سم، د حمید فرهادي کورنۍ کولای شي چې په میاشت کې یوازې یو ځل د ۳۰ دقیقو لپاره له نوموړي سره وویني.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت حمید فرهادي د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر میاشت کې په کابل کې ونیو. دی د سپټمبر پر ۱۹ د طالبانو د یوې محکمې له لوري په دوه کاله بند محکوم شو.
د بښنې د نړیوال سازمان له اعلامیې سره سم، طالبانو دا خبریال د اطلاعات روز ورځپاڼې لپاره د ښځو پر زده کړو د بندیز په تړاو د راپور خپرولو په تور نیولی دی.
د دې بنسټ په وینا، له حمید فرهادي سره د طالبانو له لوري د پلټنې پر مهال ناسم چلند شوی او همدا راز په انفرادي خونه کې ساتل کېږي چې له کبله یې د نوموړي رواني روغتیا سخته اغېزمنه شوې.
د بښنې نړیوال سازمان له خپلو مخاطبینو غوښتي چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت ته دې لیکونه ولېږي او د دې خبریال د خوشي کېدو غوښتنه دې وکړي.
طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي او په ځلونو یې خبریالان نیولي او زنداني کړي دي.
دې ډلې له افغانستانه دباندې رسنیو سره همکاري جرم بللې او په ځلونو یې خبریالان په داسې تور محاکمه او زنداني کړي.