close

په دودیزو جرګو کې د طالبانو لاسوهنه؛ له ناعادلانه او تحمیل شویو پرېکړو شکایت

له کلونو راهیسې د هیواد له نورولایتونو سربېره په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د یو شمېر قومونو او کورنیو ترمنځ شخړې رامنځته شوي، چې تر ډېره دغه شخړې د ځمکو پر سر، کورني تاوترېخوالي او د شخصي دښمنیو له امله دي.

یوه له دغه دښمنیو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د سردار خان او انورشاه د دوو کورنیو ترمنځ وه، چې د ځمکې پر سر له نږدې پنځوس کلونو راهېسې روانه وه چې له امله يې د سردار خان د کورنۍ یو کس وژل شوی و.

د سردار خان کورنۍ وایي، چې د یادې دښمنۍ د پای ته رسېدو لپاره قومي مشرانو د طالب پلاوي په همکارۍ د دواړو کورنیو ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله کړه، خو په خبره یې څه ډول چې لازمه وه د جرګې په پرېکړه کې عدالت نه دی شوی.

د یادې کورنۍ یو غړي د امنیتي ستونزو له امله د نوم نه ښودلو په شرط د طالبانو او قومي مشرانو له لوري د عدالت نه تامینېدو څخه شکایت کوي او وايي، تراوسه هغه ځمکه په بشپړ ډول نه ده ورکړل شوې چې له امله یې د هغه د کورنۍ غړی وژل شوی.

هغه وویل: «زمونږ د دې دښمنۍ نږدې پنځوس کلونه کېږي او دواړه سره تره زامن یو، اصلي ستونزه زمونږ د ځمکې د وېش پر سر رامنځته شوې طالبانو او قومي مشرانو زمونږ ترمنځ جرګه وکړه، خو څه ډول چې لازمه وه، عدالت ونشو ځکه په دښمنۍ کې زمونږ د کورنۍ یو غړی وژل شوی و، خو جرګې د مړي هیڅ یادونه ونه کړه او نه یې بدله راکړه پېسې او یا ځمکه نو مونږ له جرګې وروسته هم مخالفت وکړ، خو طالبانو راباندې دا فیصله په جبر ومنله ځکه مقابل لوري پېسې جرګې او طالبانو پلاوي ته ورکړې وې چې دا جرګه د هغوی په ګټه وکړي، نو دا خو عدالت نشو له چا حق وغواړو.»

خلک د طالبانو له لوري پر شویو پرېکړو ناراضه دي/ خواله رسنۍ

له دې سربېره د ننګرهار د کوز کونړ (ښېوې) ولسوالۍ اړوند «سرکنډ» سیمه کې هم د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر بله هغه شخړه وه، چې له امله یې یو شمېر کورنۍ پاکستان ته په کډوالۍ مجبورې شوې وې.

په سیمه د سمیع الله په نامه یو کس وایي، دغه شخړه وروسته له هغې پیل شوه، چې دوه کاله مخکې له پاکستان څخه بېرته راګرځېدلو کورنیو ادعا وکړه چې ځمکې یې غصب شوي دي.

د هغه په وینا له دغو جنجالونو وروسته د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست د قومي مشرانو او طالبانو په ګډون یوه جرګه دغې موضوع ته د رسېدنې لپاره سیمې ته واستوله، چې یادې جرګې له څه څېړنو وروسته د هغه کورنیو په ګټه پرېکړه وکړه چې یو شمېر کورنۍ یې پاکستان ته په کډوالۍ مجبورې کړې وې.

د نوموړي د معلوماتو له مخې له دې جرګې یو لوری ناراضه دی او په څو ځلي یې د جرګې پرمهال هم د پرېکړې د نه منلو ویلي، خو په خبره یې تر اوسه یې چا غږ نه دی اورېدلی.

سمیع الله وویل: «د ښېوې ولسوالۍ په سرکنډ کې دوه پلرینې دي په ځمکو یې له پخوا لانجه ده، خو دا یو لوری ترې پاکستان ته کډوال شول او هغوی چې بېرته هیواد ته راستانه شول، نو نوره ځمکه یې هم مقابل لوري غصب کړې وه، په منځ کې یې جرګه وشوه، خو عادلانه نه وه ځکه د یو لوري کورنۍ خو د مقابل لوري دومره تنګې شوې وې چې کډوال شي، خو جرګې دې برخې ته هیڅ پام ونه کړ او زیاته ځمکه یې هغه لوري ته ورکړه چې یو اړخ یې کډوالۍ ته مجبور کړی و، نو دلته د دې په شان زیاتره جرګې یو طرفه دي اوهیڅ عدالت په کې نشته.»

خلک ادعا کوي، چې طالبان ترې د قومي شخړو د حل پر مهال پېسې اخلي/ خواله رسنۍ

له دې سربېره په لغمان ولایت کې هم د ځمکو او څړځایونو پر سر لسګونه شخړې شوي دي.

له دې شخړو یې یوه هم د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ د «سایګل» درې د ملک خېلو او نګړ خېلو قومونو ترمنځ د ځمکې او ځنګل پر سر ۱۴ کلنه شخړه وه، چې د څو ځلي نښتو پر مهال یې دواړو لورو څلور کسان وژل شوي او نږدې لس نور ټپیان شوي وو.

د یادو قومونو ترمنځ پر شوې فیصله اوسمهال د ملک خېلو قوم ناراضه دی او ادعا کوي، چې طالب پلاوي او د جرګې نورو ګډنوالو د یادې پرېکړې پر مهال له مقابل لوري په ګټه د پرېکړې په بدل کې (بډې) اخېستي دي.

د علیشنګ د «سایګل» درې اوسېدونکی نظرګل وایي، چې لاهم د هغوی عدالت غوښتنې ته رسېدنه نه‌ده شوې او که په عادلانه ډول یې ترمنځ جرګه ونه شي په راتلوونکي کې به دغه موضوع د دوو قومونو ترمنځ د لا نورو نښتو لامل شي.

نظرګل په قومي جرګو کې د طالبانو د پلاوي د لاسوهنې په اړه وویل: «کومې پرېکړې چې طالبان اوس د قومي مشرانو سره په همغږۍ کوي، ټولې یو طرفه دي زمونږ قومي شخړه هم د غره او ځمکې پر سر ده، خو طالبانو پرېکړه کې د غره ډېره برخه چې ځنګل لري هغه د نګړ خېلو قوم ته ورکړې او د غره هغه برخه چې ځنګل کم دی ملک خېلو قوم ته راکړل شوې، نو دا پرېکړه نه اوس او نه په راتلوونکي مونږ ته د قناعت وړ نه ده، ټوله ستونزه د طالبانو په هغه پلاوي کې ده چې طالبانو حکومت په ولایتونو کې د شخړو د حل لپاره ټاکلی دی.»

خلک اندېښنه لري که د شخړو د حل لپاره په سم ډول کار ونه شي لا به پسې ستونزې زیاتې شي/ خواله رسنۍ

په همدې حال کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لپاره د طالبانو وزیر ملا نورالله نوري ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال د خلکو ادعاوې رد کړي، چې ګوندې د کورنیو ترمنځ دې په ترسره شوېو پرېکړو کې عدالت نه وي شوی.

هغه ډاډ ورکوي چې د ځمکو او کورونو پر سر قومي شخړې په عادلانه توګه حل‌ اوفصل کوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې دغه وزارت د تېرو درېیو کلونو په ترڅ کې د ټول هېواد په سطحه د قومونو ترمنځ د شخړو ۱۲۸۷ دښمنۍ په دوستۍ بدلې کړي دي.

نوري زیاته کړې: «مونږ په ټول افغانستان کې د شخصي دښمنیو او قومونو ترمنځ د لانجو د حل لپاره یو کمېسیون جوړ کړی او د دې کمېسیون دنده د ستونزو حل دی، خو هغه ادعاوې چې خلک یې کوي پر ځای نه دي حتما چې د دوو کسانو ترمنځ فیصله کوې، نو یو اړخ به ضرور شکایت کوي، لا هڅه کې یو چې دا ستونزې حل شي او په ټول هیواد کې خپل د ورونو په څېر عادي ژوند وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د هیواد په بېلوبېلو ولایتونو کې د کورنیو او قومونو ترمنځ شخړې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډیره د میراث پر حق ناندرۍ، د ځمکو پر سر شخړې او پخوانۍ دښمنۍ بلل کېږي.

له دې سربېره د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په لویه کچه بې روزګاري، بېوزلي، اقتصادي ستونزې او کورنی تاوترېخوالی هم هغه لاملونه دي چې له امله یې دا ډول پېښې رامنځته کېږي.