close

ننګرهار کې یو ۱۴ کلن ماشوم اوبو ډوب کړی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یو ماشوم کابل سیند کې د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړی دی.

د سېمې یو اوسېدونکی هدایت الله وایي، چې دغه پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ۴ د غبرګولي) د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې اړوند «بهسود پل» ته څیرمه رامنځته شوې.

د هغه په خبره یاد ماشوم مسعود نومېده او نږدې ۱۴ کاله عمر یې درلوده، چې یاده سیمه کې د لامبو پر مهال کابل سیند ډوب کړی او مړ شوی دی.

نوموړي له کورنیو غواړي چې د خپلو ماشونو د پالنې او ساتنې لپار له غور کار واخلي چې ورته پېښې بیا تکرار نه‌شي.

بلخوا په کونړ کې طالبانو په سیند کې پر لامبو وهلو بندیز لګولی او له خلکو یې په جدي ډول غوښتي چې سیندونو ته دې د لامبو په موخه له ورتګ ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوړي د پيل سره نږدې هره ورځ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د لامبو وهلو پر مهال د خلکو د ډوبېدو او وژل کېدو راپورونه ورکول کېږي.