اطلاعات روز: په لغمان کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست مسوولین خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په علینګار ولسوالۍ کې یې ۱۰۹ د موسیقۍ غږولو بېلابېلې الې سوځولي دي.
د دې ولایت لپاره د طالبانو د امربالمعروف ریيس مولوي محمدپاچا احمدي وایي، چې یاد وسایل یې د تېرو څو میاشتو پر مهال د علینګار ولسوالۍ له بېلابېلو کلیو د خوښیو د مراسمو پر مهال راټول کړي او تېره ورځ (یکشنبه، ۴ د غویي) یې د علينګار ولسوالۍ اړوند «نورلام صاحب» درې کې سوځولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست محتسبینو د ننګرهار په ګډون د لغمان په بېلابېلو سیمو کې ګڼ شمېر ځوانان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي او بندیان کړي وو.
له دې څه موده وړاندې د امربالمروف وزارت مسوولینو ویلي و، چې تېرکال یې په هېواد کې د موسیقۍ ۲۱ زره او ۳۲۸ الې سوځولي او ۴۴۸ تعویذګر او ۵۲۸ جادوګر یې، نیولي دي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته په عام محضر کې د موسیقۍ پر غږولو او اورېدلو بندیز لګولی او دا چاره یې غیر اسلامي بللې ده.