اطلاعات روز: نورستان کې ځایي سرچینې د دغه ولایت په واما ولسوالۍ کې د نښترو په ځنګلونو کې له پراخې اور لګېدنې خبر ورکوي.
یوې سرچینې نن (دوشنبه، ۵ د غبرګولي) وویل، چې دا اور له تېرو درېیو ورځو راهیسې د واما ولسوالۍ په «کوردر» سیمه کې لګېدلی دی.
سرچینه وایي، تر اوسه د دغې اور لګېدنې لامل نه دی معلوم او نه هم له دې امله د سوځېدلي ځنګل دقیق معلومات شته، خو زیاتوي چې د نښترو ګڼې ونې او څړ ځایونه سوځېدلي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د اور د مړه کولو لپاره ځایي خلک او د طالبانو یو شمېر مسوولین د اور د مهار په موخه سیمې ته رسېدلي، خو په وینا یې د کافي وسایلو د نشتوالي له امله د اور پر مهار نه دي توانېدلي.
تر اوسه په دې تړاو نورستان کې د طالبانو ځایي مسوولینو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې پنځه ورځې وړاندې د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې هم په ځنګله کې اور لګېدلی و، چې له امله یې شاوخوا ۳۰ هکټاره ځنګل د اور خوراک شوی و.