close

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوهنې امر ووژل شو

اطلاعات روز: کندهار کې ځايي سرچينې وايي، چې «نامعلومو وسله والو» د دې ولايت د ډنډ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوهنې امر  مولوي سعید احمد سالار په ډزو وژلی دی.

یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې د طالبانو دغه غړی پرون (دوشنبه، ۱۲ د غبرګولي) سهار وختي د ډنډ ولسوالۍ اړوند «زاړه ښار» سیمه کې وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې سعید احمد سالار نن سهار وختي هغه مهال د نامعلومو وسله والو تر برید لاندې راغلی، کله چې نوموړی پر موټرسایکل له کور څخه د جومات پر لور روان و.

سرچینه څرګندوي، چې سالار د بدن په چپ اړخ کې څو مرمۍ لګیدلی او ژوند یې پای ته رسیدلی دی.

کندهار کې د طالبانو ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم کوم کس یا ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.

د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې وخت ناوخت د طالبانو یو شمیر غړي په پټه توګه وژل کېږي، خو د عاملینو په اړه یې تراوسه دغې ډلې کره معلومات نه دي په ډاګه کړي.