close

هلمند کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی او اته نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: هلمند کې ځايي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې یو تن وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي.

سرچینې وایي، چې دغه پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ۱۱ د غبرګولي) د نوزاد ولسوالۍ په «لوی کاریز» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا، شخړه د دوو کورنیو ترمنځ چې سره کلیوال هم دي رامنځته شوې او پر مهال یې د یوې کورنۍ یو کس وژل شوی او درې یې ټپیان دي او د بل لوري بیا پنځه تنه ټپیان شوي دي.

سرچینو وویل، چې د پیښې ټپیان د سیمې نږدې روغتون ته انتقال شوي، خو د روغتیایي وضعیت په اړه یې تراوسه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

هلمند کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو په دې اړه څه نه‌ دي ویلي.

په افغانستان کې د طالبانو بیا راتګ سره د ځمکې پر سر د شخړو او شخصي دښمنۍ له امله وژنې ډېرې شوې دي. خلک تور پورې کوي، چې طالبان د دې توان نه لري چې د خلکو ترمنځ شخړې په قانوني ډول حل کړي.