close
UNAMA/Fardin Waezi

په افغانستان کې د علني مجازاتو زیاتېدل؛ ریچارډ بینټ: طالبان باید عادي نشي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ریچارډ بینټ ویلي چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال په افغانستان کې د طالبانو له لوري علني مجازانونه په پراخه کچه زیات شوي دي.

ده نن (دوشنبه، ۱۲ د غبرګولي) پر ایکس لیکلي چې طالبانو یوازې تېره اونۍ څه کم ۶۳ نارینه او څلور ښځې په عام محضر کې په درو وهلي دي.

بینټ زیاته کړې، دا درانه مجازات چې نړیوال قوانین نقض کوي، د ۲۰۲۵ کال پر مهال زیات شوي دي او باید مخنیوی یې وشي.

تر دې وړاندې هم د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو د طالبانو له لوري په عام محضر کې د افرادو پر بدني مجازات انتقاد کړی و او هغه یې د انساني کرامت او د نړیوالو قوانینو خلاف بللي وو.

خو طالبان دا انتقادونه «غیر مسوولانه» او «له اسلامي احکامو ناخبري» بولي او د بدني او علني مجازاتو پر اجرا کولو ټینګار کوي.

په عین مهال کې ریچارډ په خپل پیغام کې ویلي دي: «یوه یادونه داده چې طالبان باید عادي نشي او په بهر کې هیڅ افغان بیرته ستون نه کړل شي.»

دا په داسې حال کې چې هیوادونه له طالبانو سره د خپلو اړیکو د رغولو هڅه کوي. په تازه توګه له پاکستان او روسیې سره د طالبانو اړیکې پراخې شوې دي.