close

د کندهار – هرات پر لویه لار ترافیکي پېښه کې دوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: د کندهار – هرات پر لويه لار د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ ته نژدې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او یو ماشوم ټپي شوی دی.

ځایي سرچینې وايي چې دا پېښه نن (دوشنبه، ۱۲ د غبرګولي) مازدیګر شاوخوا څلور بجې د میوند بازار ته نژدې هغه مهال رامنځته شوه چې یو «مازدا» ډوله موټر له یو موټر سایکل سره ټکر وکړ.

سرچینې زیاتوي، په دې پېښه کې د موټر سایکل چلوونکی ځای پر ځای مړشوی او له هغه سره پر موټرسایکل سپور ماشوم سخت ژوبل شوی او حالت یې د اندیښنې وړ ښوول کېږي.

په افغانستان کې د سړکونو خراب وضعیت، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعات هغه عوامل دي چې وخت ناوخت د مرګونو ترافیکي پېښو لامل کېږي.