اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د بشرپالې بودجې د کمښت له وجې په افغانستان کې ۲۹۸ د تغذیې مرکزونه تړل شوي.
اوچا نن (سېشنبه، ۱۳ د غبرګولي) پر ایکس ټولنیزې شبکې په افغانستان کې د دې مرکزونو د تړل کېدو په اړه خبر ورکړی دی.
دا مرکزونه په داسې مهال کې تړل شوي چې د خوړو د نړیوال پروګرام د وړاندوینې له مخې به سږ کال په افغانستان کې تر ۳.۵ میلیون زیات ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي.
دې بنسټ همدا راز پر ایکس ټولنیزې شبکې تر ۴۲۰ د زیاتو روغتیایي مرکزونو تړل کېدل تایید کړي او همدارنګه یې ویلي چې ۱۳ روغتیایي پروژې هم د بودجې د کمښت له امله درېدلې دي.
اوچا همدا راز ویلي، د بودجې کمښت د ۱۴۵ میلیون ډالرو په ارزښت د مرستندویه پروژو د درېدو لامل شوې او غذایي مرستې یې له خطر سره مخ کړې دي.
اوچا ویلي چې د بودجې د کمښت اغیزې تر دې پراخې دي او د اړمنو د سمدستي ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.
د امریکا د مالي مرستو تر قطع کېدو وروسته د افغانستان د بشرپالو مرستو پروګرام د بودجې له سخت کمښت سره مخ دی.
اوچا ویلي چې امریکا د ۲۰۲۴ کال پر مهال د افغانستان لپاره د غوښتل شوې بودجې ۴۵ سلنه تأمین کړې وه، مګر سږ کال به څو میلیونه وګړي د دې هیواد د مرستو د قطع کېدو له وجې کمې مرستې تر لاسه کړي.