اطلاعات روز: د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، چې طالبانو په لغمان ولایت کې د ساه کښو موجوداتو انځور اخیستل او خپرول منع کړي دي.
یاد مرکز نن (چهارشنبه، ۱۴ د غبرګولي) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د نوي قانون د تطبیق په دوام په لغمان ولایت کې هم د ژوندیو موجوداتو پر تصویر او ویډیو اخېستلو بندیز لګېدلی دی.
یاد مرکز خبرداری ورکړی چې پر رسنیو د محدودیتونو زیاتېدل به خلک د بیان آزادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي له حقونو محروم کړي.
بلخوا په لغمان کې هم د رسنیو یو شمیر مسوولین د نوم نه ښودلو په شرط تاییدوي، چې په دغه ولایت کې د ساه کښو موجوداتو پر تصویر او ویډیو اخیستلو او خپرولو بندیز لګېدلی دی.
سرچینو وویل، د ټولو رسنیو مسوولانو ته لارښوونه شوې چې خپل خبریالان د ژوندیو موجوداتو له انځور او ویډیو اخیستلو منع کړي.
له دې سره د هغه ولایتونو شمېر ۲۰ ته لوړ شو چې طالبانو په کې د ساه کښو موجوداتو انځور او ویډیو اخیستل منع اعلان کړي دي.
له دې وړاندې په ننګرهار، نورستان، تخار، کندهار، بادغیس، هلمند، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندوز، بامیان، فاریاب، دایکنډي او پنجشېر ولایتونو کې دغه پرېکړې عملي شوې دي.