close
Photo: @USAmbKabul

په افغانستان کې د ګډو ګټو په تړاو د امریکایي او قطري چارواکو خبرې

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا د څانګې مرستیالې ماري بیشاپینګ په قطر کې له قطري چارواکو او د یو شمېر هیوادونو له استازو سره کتلي او له هغوی سره یې په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شاژدافیرې چې له دوحې فعالیت کوي، نن (چهارشنبه، ۱۴ د غبرګولي) ویلي چې اغلې بیشاپینک له تروریزم سره د مبارزې، د امریکایي زندانیانو د خوندي ستنونې، د غیر قانوني کډوالۍ د مهارونې او په افغانستان کې له نشیي توکو سره د مبارزې په تړاو د هیوادونو له استازو سره خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا د څانګې مرستیالې په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره هم په دې تړاو خبرې کړې دي.

د امریکا د سفارت شاژدافیرې قطر د امریکا متحده ایالاتو لپاره «د امنیت، رفاه او سیمه‌ییز ثبات د مشترک تعقیب په برخه کې یو ارزښتمن دوست او همکار» بللی دی.

نوموړې د دې لیدنو په تړاو نور جزییات نه دې ورکړي.

ماري بیشاپینک د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړې استازې په توګه له دندې تر ګوښه کېدو وروسته د افغانستان په چارو کې د مرکزي اسیا د څانګې مرستیاله ټاکل شوې.