close

ننګرهار کې د دوو کسانو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د دوو کسانو ترمنځ د خپلمنځي شخړې پر مهال یو کس وژل شوی دی.

د سیمې یو اوسېدونکی تواب شینواری وایي، چې پېښه تېره ورځ (سې شنبه، ۱۳ د غبرګولي) د بټي کوټ ولسوالۍ په «مارکو بازار» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره پېښه د یو هټۍوال او د شېر ولي په نامه د یو کراچۍ چلوونکي ترمنځ د پېسو پر سر رامنځته شوې، چې دواړو لومړی لفظي شخړه کړې او بیا هټۍوال پر شېرولي د چاقو ګوزارونه کړي چې پر مهال یې یاد کس د ژورو ټپونو له امله ژوند بایللی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د شېر ولي په نامه وژل شوی کراچۍ چلوونکی په اصل د مومندرې ولسوالۍ د «باسول» سیمې اوسېدونکی و، چې یو زوی او دوه لوڼې ترې پاتې شول.

ننګرهار کې طالب چارواکو تراوسه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

له دې نږدې یوه میاشت وړاندې د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې هم د ښاروالۍ د تنطیفاتو د یو کارکوونکي او کراچۍ چلوونکي ترمنځ شخړه کې د ښاروالۍ کارکوونکی وژل شوی و.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډېره بې روزګاري، فقر بې وزلي او په لویه کچه په رواني ناروغۍ د خلکو اخته کېدل بلل کېږي.