close

د طالبانو مشر «شرعي نظام ته د خلکو د رابلنې» لپاره د چټکو هڅو غوښتنه کړې

اطلاعات روز: د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې «د صالحو اعمالو د ترویج او شرعي نظام ته د خلکو د رابلنې» لپاره د دې ډلې له وزارتونو غوښتي چې خپلې هڅې چټکې کړي.

ده په هغه پیغام کې چې نن (چهارشنبه، ۱۴ د غبرګولي) خپور شوی، د شرعي نظام د تطبیق لپاره د طالبانو د محکمو پر «فعالیتونو او ښو خدماتو» ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ارشاد، حج او اوقافو، امربالمعروف او نهی عن المنکر، پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه هم باید «ډېرې هڅې وکړي چې له علماوو او مخورو سره یو ځای د خلکو د رابلنې، د صالحو اعمالو د ترویج او شرعي نظام ته د خلکو د دعوتولو په برخه کې له خپلو مسوولیتونو سره سم، چټک [کار] وکړي.»

د طالبانو مشر «په واقعي توګه د شرعي نظام تطبیق او په ټولنه کې د شرعي احکامو پلي کول» د طالبانو او د دې ډلې د جګړې موخه بللې ده.

د طالبانو مشر د دې ډلې له چارواکو غوښتي چې «شریعت لومړی پر ځان او وروسته پر نورو تطبیق کړي». ده ټینګار کړی چې طالب چارواکي باید خپل مسوولیت ته متوجې وي، له یوه-بل سره همغږي ولري او د یوه-بل په چارو کې مداخله ونه کړي.

هبت الله اخوندزاده ویلي، چې په ټولنه کې دیني علما د نورو ټولو په پرتله زیات مسوولیت لري.

د طالبانو مشر ټینګار کړی چې مشران او مخور باید «د شرعي نظام، ولس او هیواد په ګټه مشترک موقف ولري او د خپلو تحلیلونو، څېړنو، ویناوو، لیکنو او سپارښتنو له لارې ذهنیت سازي وکړي».

ملا هبت الله د خپلو فرمانونو پر منلو او اطاعت هم ټینګار کړی او ویلي یې دي: «د امیر د فرمانونو او احکامو اطاعت وکړئ؛ ځکه چې لازمي او واجبه ده، باید ټول یې مراعات کړئ او ټول د اطاعت په چوکاټ کې مخته ولاړ شئ.»

د طالبانو مشر د خپل پیغام په اوږدو کې د خلکو فقر او لوږې ته له کومې اشارې پرته له سوداګرو او صنعت کارانو غوښتي چې د هیواد پر ځان بساینې لپاره هڅې وکړي.

ده د طالبانو له ادارو غوښتي چې باید د سوداګرو او صنعت کارانو زیات ملاتړ وکړي او لا ښه زمینه برابره کړي.

د طالبانو مشر په خپل پیغام کې د کډوالو شړلو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د کډوالو او راستنېدونکو وزارت او نور ارګانونه باید راستنېدونکو ته د خدماتو او د هغوی د بیا مېشتولو په برخه کې هڅې وکړي.

هبت الله اخوندزاده د غزې د وضعیت په اړه هم خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې «پر ښځو، ماشومانو او مظلومو مسلمانانو د صهیونستانو (اسراییلو) بریدونه او ظلمونه لا هم روان دي، دا لوی بشري جنایت او غټ ظلم دی».

ده ویلي، چې د طالبانو رژیم یو ځل بیا د فلسطین د خلکو ملاتړ اعلانوي، «د فلسطین پر خلکو هر ډول ظلم او ستم سخت غندي او د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کوي».

د طالبانو مشر په دې پیغام کې د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت ته هیڅ اشاره نه ده کړې.

دې ډلې د ښځو پر حقونو او ازادیو پراخ بندیزونه لګولي دي. اوس مهال په افغانستان کې ښځې او نجونې له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې دي او کار او زده کړې نه شي کولای.