اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې یو کس خپله مېرمن زندۍ کړې او وژلې ده.
په سیمه کې دوو سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه پېښه د لوی اختر په دویمه شپه (یکشنبه، ۱۸ د غبرګولي) د سپین غر ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو د معلوماتو پر اساس وژل شوې مېرمن نږدې یو کال وړاندې له یو بل کس سره د نامشروع اړیکو (له واده پرته) اړیکو لرلو په تور طالبانو نیولې وه او له درو وهلو سربېره یې په څه کم یو کال بنده هم محکمومه کړې وه.
سرچینو زیاته کړې چې دغه ښځه له لوی اختر څو ورځې وړاندې د ننګرهار له محبس خوشې شوې وه، چې د اختر په دوېمه شپه یې خپل مېړه د خوب په خونه کې زندۍ کړې او وژلې یې ده.
په سیمه کې یوې بلې سرچینې وویل، چې له وژل شوې ښځې درې اولادونه پاتې شول.
تراوسه ننګرهار کې طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې څو اوونۍ وړاندې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې هم یو کس خپله مېرمن وژلې وه چې وروسته طالبانو نیولی و.
دا په داسې مهال ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي، چې ډېر کله د ښځو په مرګ تمامېږي.