اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو محلي چارواکي وایي چې د دې ولایت په کامې ولسوالۍ کې یې د یوه کس جسد موندلی چې تېره ورځ کونړ سیند کې د لامبو پر مهال ډوب شوی و.
همدا راز، د کامې ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې د «قاري اسرار خان مشال» په نامه د یوه ځوان جسد نن سهار (سېشنبه،۲۱ د غبرګولي) شاوخوا نهه نیمې بجې د دې ولسوالۍ اړوند «ګرداب» سیمه کې له کونړ سیند څخه ځایي خلکو را ایستلی دی.
بلخوا د پیدا شوي ځوان د کورنۍ یو غړي هم تایید کړې چې د قاري اسرار خان مشال په نامه یو ځوان چې تېره ورځ د کونړ په «زیړي بابا» سیمه کې د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړی و جسد یې نن موندل شوی.
د معلوماتو له مخې، د قاري اسرار خان مشال په نامه یاد کس په اصل د خوږیاڼو ولسوالۍ د «وزیرو» سیمې اوسېدونکی و او په جلال اباد ښار کې د پهلوانۍ د یوه ورزشي کلب استاد هم و.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د جلال اباد ښار په ډرونټې سیمه کې هم دوه ځوانان د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړي وو چې تر اوسه هم د یوه جسد نه دی پيدا شوی.
د هوا په ګرمېدو سره د هیواد په بېلابېلو سیمو کې په سیندونو کې د خلکو د ډوبېدو پېښې زیاتې شوي دي.