اطلاعات روز: په فاریاب او ننګرهار ولایتونو کې په ترافیکي پېښو کې اووه تنه وژل شوي او درې ماشومان ژوبل دي.
په فاریاب کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویلي چې پرون (پنجشنبه، ۵ د چنګاښ) د دې ولایت د دولت اباد ولسوالۍ په «ساحه جنګل» کې دوو سپاري وړونکي موټرونه پاسو او کرولا له یوه-بل سره جنګېدلي چې له کبله یې د دوو ښځو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او درې ماشومان ژوبل دي.
د طالبانو امنیې قومنداني ویلي چې درې مړه شوي کسان د جوزجان د شبرغان ښار اوسېدونکي وو او جسدونه یې کورنیو ته سپارل شوي دي.
طالبانو ویلي چې د دې پېښې د لامل معلومولو په موخه یې پلټنې شروع کړې دي.
همداراز، له ننګرهار څخه سرچینې خبر ورکوي چې پرون د دې ولایت د چپرهار ولسوالۍ په «ډګو» سیمه کې یوې ریکشې او ټوډي موټر ټکر کیړ چې له کبله یې د سبحان الله په نوم یو ۱۷ کلن زلمی مړ شوی دی.
د دې پېښي لامل د موټر چلوونکي تېز سرعت او بې احتیاطي ښوول شوې.
د یادونې وړ ده چې په هیواد کې وخت پر وخت مرګونې ترافیکي پېښې رامنځ ته کېږي چې تر ډېره حده یې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د ترافیکي قوانینو نه مراعت او د لارو خرابوالی یادېږي.