close
Photo: geonewsdottv

خیبرپښتونخوا: په سوات کې د سیلابونو د راوتلو له امله ۱۸ تنه ورک دي

اطلاعات روز: پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې د دې هیواد د خیبرپښتونخوا ایالت په سوات ولسوالۍ کې ۱۸ تنه هغه مهال ورک شول چې سوات سیند سیلابي شو. رسنیو د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي چې تر اوسه د نهو تنو مړي موندل شوي او د نورو د لټون عملیات روان دي.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د سوات د حکومتي چارواکو له خولې ویلي چې د سیلاب راوتنې د نننۍ (جمعه، ۶ د چنګاښ) پېښې له امله سیمې ته د ژغورنې ځواکونه لېږل شوي دي او تر اوسه په بېلابېلو ځایونو کې ۷۵ بند پاتې کسان ژغورل شوي دي.

د پاکستان حکومتي چارواکو په سوات سیند کې د نورو ممکنه سیلابونو د راوتلو په اړه هم خبرداری ورکړی دی او له همدې کبله دې سیند ته څېرمه هوټلونه هم په لنډمهالې توګه تړل شوي دي.

بل لور ته، پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو کې ښکاري چې ګڼ کسان د سیلاب د اوبو تر منځ بند پاتې دي او یو-یو اوبه وړي. ویل کېږي چې په دې کې ګڼ کسان د یوې کورنۍ وو چې سوات ته په تفریح راغلي وو.

دې پېښې پر ټولنیزو رسنیو د خلګو غبرګونونه راپارولي او د پاکستان د خیبرپښتونخوا پر ایالتي حکومت نیوکې شوې دي چې پر وخت یې د ژغورنې عملیات نه دې کړي.

د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت د دې پېښې په تړاو د پلټنو خبر ورکړی دی او ویلي یې دې چې په سیمه کې وضعیت څاري او په عین مهال کې د ژغورنې عملیات هم روان دي.