اطلاعات روز: د طالبانو د اقتصادي مرستیالۍ دفتر وايي، چې افغانستان په ۱۳۰ برخو کې بشپړې او په ۱۰۰ برخو کې نیمه ځان بساینې ته رسیدلی دی.
دې دفتر نن (شنبه، ۷ د چنګاښ) د شمیرو په خپرولو سره ویلي، چې په ټول هیواد کې شاوخوا شپږ زره صنعتي فابریکې په رسمي ډول فعالیت کوي.
د طالبانو د اقتصادي مرستیالۍ دفتر زیاته کړې، چې دا فابریکې ۵۷۰ ډوله توکي لکه اوړه، غوړي، مالګه، درمل، اوسپنه، سمنټ، فولاد، کیمیاوي او محصولاتي توکي… تولیدوي.
د دې دفتر په وینا، چې شاوخوا ۱۳۵ زره خلک په دې فابریکو کې په کار بوخت دي.
د دې فابریکو د فعالیت سره سره، افغانستان لاهم په وارداتو تکیه کوي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمیرو له مخې، افغانستان په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د ۱۱ ملیارده او ۱۶۴ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات درلودل. په داسې حال کې چې صادرات له یو میلیارد او ۷۰۰ میلیونه ډالرو څخه اوړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، افغانستان په ۱۴۰۳ کال کې خپل ډېر توکي له ایران، متحده عربي اماراتو، پاکستان، چین، ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان، روسیې، هند او مالیزیا څخه وارد کړي دي.
نفتي مواد، د غنمو اوړه، د موټرو پرزې، مایع ګاز، د کتان ټوکر، طبي توکي، غوړي او وريجې د هېواد تر ټولو ډېر وارد شوي توکي جوړوي.