close

کله چې ځانمرګی نور ځواب نه ورکوي

طالبان د پوهې او ناپوهۍ په دوه لارې کې

خالد محمدي  

«دا د ټیکنالوژۍ زمانه ده. بې پیلوټه الوتکې او توغندي له یوې وچې بلې ته ویشتل کېږي او د دې توغندیو مخنیوی په ټوپکو نه کېږي. که موږ د شل کلنې جګړې پر مهال د محاربوي امکاناتو د جوړولو وړتیا لرلای، ځوانان به مو اړ نه وای چې په خپلو سینو پسې باروت وتړي او یا هم په سلګونو تنه د بم خوراک شي. اوس زموږ لپاره ښه فرصت دی چې د نورو ملتونو له نویو تجربو زده کړه وکړو. دې هیوادونو له دې تجربو زده کړه کړې ده او اوس یې ثمره لاس ته راوړي.»

دا په کابل کې په یوه رسمي غونډه کې د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د وینا یوه برخه ده. ملا برادر په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې طالبان باید د نن ورځې په ټیکنالوژۍ سمبال شي او ځانمرګي بریدونه او ځمکنۍ چاودنې یې په اوسنیو شرایطو کې بې ګټې وبللې. ده په اوس وخت کې په جنګي تګلارو کې بدلون ته په اشارې ویلي، چې په جګړییز ډګر کې د توغندیو او الوتکو رول برخلیک ټاکونکی دی او طالبان هم باید پرمختللي نظامي تجهیزات ولري او په دې برخه کې له نورو هیوادونو زده کړه وکړي.

داسې ښکاري چې طالبانو د وروستیو کلونو پر مهال د روسیې او اوکراین، هند او پاکستان او ایران او اسراییلو له جګړې دا زده کړې چې حکومت یې د نوې ټیکنالوژۍ په وړاندې متضرر دی. د اوکراین جګړې وښوده چې بې پیلوټه ځانمرګې الوتکې، دقیق نښه ویشتونکي توغندي او پرمختللي تجهیزات د جګړې د برخلیک په ټاکلو کې څومره مهم دي. بل لور ته، حماس ډله چې طالبان ورسره خواخوږي هم لري، د اسراییلو د هوایي او توغندیزو بریدونو په مقابل کې په لوړه کچه زیان ویني. همدا ډول د هند او پاکستان د وروستۍ نښتې پر مهال د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونو د دودیزو جګړییزو تکتیکونو ځای ونیوه. د ایران او اسراییلو تر منځ په نښتو کې هم له بې پیلوټه ځانمرګو الوتکو، توغندیو او جنګي جیټ الوتکو څخه استفاده وشوه او د جګړې مخ یې په بشپړه توګه بدل کړ.

طالبان پخوا په خپلو ځانمرګو بریدګرو ډېر نازېدل او په ځینو مواردو کې یې ادعا وکړه چې کولای شي خپل «دښمنان» د هغوی په هیوادونو کې دننه په نښه کړي. مګر د ملا برادر خبرې ښیي چې د دې ډلې مشران نور د خپلو ځانمرګو پر اغېز پخوانی باور نه لري. ښایي د طالبانو د مشرانو اندیښنه له دې کبله هم وي چې که یې په هیواد کې دننه وسله وال مخالفین بې پیلوټه وړې الوتکې او سبک خو ویجاړوونکي توغندي تر لاسه کړي، نور اړ نه دي چې پر طالبانو د برید لپاره پراخ ځواکونه ولري او په معلومېدونکو سیمو کې میشت شي. د ملا برادر خبرې ښیي چې د دې ډلې د مشرانو په اند د دې ډلې حکومت هغه وخت خوندي کېدلای شي چې پرمختللو جګړییزو ابزارو لکه الوتکو او پرمختللو توغندیو ته لاسرسی ولري.

ځانمرګي بریدونه او چاودنې په مخامخ او چریکي جګړو کې د طالبانو یو خونړی تکتیک و. مګر د هیواد له پولو بهر د جګړې او یا هم د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د دفاع لپاره هوایي ځواک، بریدګرو الوتکو او توغندیو ته اړتیا ده او کولای شي د جګړې معادلات بدل کړي.

د قطر دفاعي نندارتون د لوړ پوړو طالب چارواکو پام ځانته اړولی و/ طالبان

وسله تر قلم وړاندې

دوه نیم کاله وړاندې د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب په کابل کې د دې ډلې د یو شمېر ځواکونو د فراغت په غونډه کې د نظامي تجهیزاتو د جوړونې پر زده کړو ټینګار کړی و. ده په خپله وینا کې طالب ځواکونو ته ویلي و، چې د افغانستان د دفاع لپاره باید د درنو وسلو تولید او له هغو څخه ګټه اخیستل زده کړي.

ملا یعقوب د خپلې وینا په یوه برخه کې ویلي و: «باید وپوهېږو چې حق له باطل څخه بېل کړو او په دې برخه کې باید د ټانګ، ټوپک او توپ جوړول زده کړو. ځینې وایي چې ټوپک، مرمۍ، وسله او ټانک د ویرې او بربریت نښه ده، خو کله چې ټوپک، ټانک او وسله نه وي، قلم هیڅ هم نه دی. قلم در واخله او مبارزه وکړه او مخته ولاړ شه.»

دا څرګندونې چې د طالبانو د دویمې دورې په پیل کې وشوې، د نظامي ځواک او ایډیولوژیک تسلط تر منځ تړاو را پیدا کولو ته د دې ډلې د رهبرۍ تمایل ښیي. د ملا یعقوب په اند، وسله نه یوازې د جنګ یو ابزار دی، بلکې د هغو ارزښتونو د دفاع یو شرط دی چې طالبان یې «حق» ګڼي. همدا راز، دا څرګندونې ښیي چې د طالبانو په رسمي روایت کې قلم او علم هغه وخت معنا لري چې د ټوپک او ټانک تر څنګ او یا یې په خدمت کې وي.

طالبانو د تېرو دوو لسیزو پر مهال د افغانستان د پخواني دولت له پوځونو او نړیوالو ځواکونو سره د جګړې پر مهال په ځلونو له ځانمرګو بریدونو او چاودنو څخه استفاده کړې، تر څو هغوی ته درانه تلفات واړوي. دا تکتیک د دې ډلې یو رواني او نظامي فشار بلل کېده. واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته هم انتحاري واحدونه ساتل شوي دي او ځینې یې د دې ډلې د استخباراتو تر چتر لاندې فعال دي. له دې سره-سره د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني په مشرۍ حقاني شبکه هم د دې ځواکونو د یوې برخې مشري کوي.

په عین مهال کې طالبانو په ځلونو درنې وسلې په ځانګړي توګه توغندي نندارې ته وړاندې کړي. واک ته د دې ډلې د رسېدو د کلیزې پر مهال دا ډله هغه توغندي په باګرام کې نندارې ته وړاندې کوي چې پر افغانستان د شوروي اتحاد د اشغال له وخته راپاتې دي. دا یو نمایشي اقدام دی چې طالبان یې په توسط غواړي نظامي ځواک وښیي او د واکمنۍ د کولو په لړ کې خپل زور څرګندوي.

بلک هاوک امریکایي چورلکه د طالبانو په لاس ک

د بهرنیو شخړو ارزونه

انټرنیټ او نړیوالو رسنیو ته د لاسرسي له امله اوس مهال د طالبانو د لومړۍ کرښې مشران په یرغلیزه او دفاعي برخه کې د هیوادونو د نظامي تجهیزاتو او امکاناتو په اړه معلومات تر لاسه کوي. همدې چارې دوی ته دا فکر ورکړی چې باید پرمختللې نظامي ټیکنالوژي تر لاسه کړي. مګر په واقعیت کې د طالبانو حکومت له بندیزونو سره مخ دی او هیڅ هیواد دا لېوالتیا نه لري چې دې ډلې ته پرمختللې وسلې او امکانات ورکړي.

که څه هم د سیمې ځینو هیوادونو له طالبانو سره نږدې ډیپلوماټیکې اړیکې جوړې کړې دي، خو دا د دې ډلې د نړیوال مشروعیت او نظامي ملاتړ معنا نه لري. طالبان په خپله واکمنۍ کې د القاعده شبکې، د اسلامي دولت خراسان ډلې (داعش) او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون تر شلو د زیاتو ترهګرو ډلو کوربتوب کوي. د دې ډلو شتون نه یوازې د افغانستان د داخلي امنیت بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره یو ګواښ ګڼل کېږي. په داسې فضا کې هیڅ هیواد تیار نه دی چې چې له طالبانو سره د نظامي پانګونې خطر ومني.

متحده ایالاتو د افغانستان د جمهوري دولت د ملاتړ په موخه د هیواد د هوایي ځواک پر تجهیز او تمویل په میلیاردونو ډالره لګښت کړی و. افغان پیلوټانو د امریکا او ناټو په ملاتړ په نورو هیوادونو کې زده کړې کولې، خو کله چې کابل د طالبانو لاس ته ولوېد امریکایي ځواکونو پرمختللي هوایي تجهیزات په ځانګړې توګه بلک هاوک چورلکې د افغانستان تر پرېښودو وړاندې غیر فعالې کړې، تر څو د طالبانو لاس ته ورنه‌شي.

واشنګټن ځکه دا کار وکړ چې له وړاندې پوهېدل چې طالبان د دې تجهیزاتو د رغونې او چلونې وړتیا نه لري. حتا که طالبان وهم کولای شي چې دا تجهیزات بیرته فعال کړي، نو زیات وخت او تخصص ته اړتیا لري، هغه چې طالبان ترې بې برخې دي.

د جمهوري نظام تر پاشل کېدو وروسته د پیلوټانو په ګډون د افغانستان زیاتو نظامي متخصصینو هیواد پرېښود. ډېریو چې په امریکا، اروپا او یا هم نورو هیوادونو کې زده کړې کړې وې، د امنیتي اندیښنو له امله له طالبانو سره همکارۍ ته چمتو نه دي او له افغانستانه د وتلو هڅې کوي. په عین مهال کې طالبان په خپلو تبلیغاتو کې ادعا کوي چې د پخواني حکومت ځینې پیلوټان ورسره کار کوي، خو دقیق شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.

طالبان د هوایي ځواک جوړول یوه اسانه او ساده چاره ګڼي او تر ډېره حده یې په دې تړاو تګلاره له چریکي جګړییزو تجربو اغېزمنه ده. له همدې کبله یې د خپلو ځانمرګو بریدګرو یوه ډله په ډېر کم وخت کې – ښایي تر یوه کال هم په کم وخت کې – د پیلوټۍ او د الوتکو انجینرۍ ته ولېږله. طالبان دا افراد د خپل هوایي ځواک د قوت په توګه یادوي او په تبلیغاتي برخه کې استفاده ترې کوي. مګر په واقعیت کې د پیاوړي هوایي ځواک جوړول ژور تخصص، پراخې تخنیکي پوهي، پیاوړو زیربناوو او پراخې بودیجې ته اړتیا لري؛ هغه څه چې طالبان ورته اوس مهال نه پوره بشري او نه هم اقتصادي ځواک لري.

باګرام اډه کې د طالبانو نظامي مانور/ د طالبانو دفاع وزارت

د طالبانو ناممکن هدف

د افغانستان د تېر دولت د پولیسو چارواکی او د امنیتي مطالعاتو څېړونکي بسم الله تابان له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې د پرمختللو وسلو لکه لېرې واټن ویشتونکو توغندیو او ځانمرګو الوتکو د تر لاسه کولو لپاره د طالبانو هڅې د عملي کېدونکو موخو په پرتله زیاته تبلیغاتي بڼه لري.

دی ټینګار کوي: «طالبان صنعتي زیربناوې او متخصص ځواک نه لري او د تسلیحاتو پرمختللي بازار ته هم له لاسرسي بې برخې دي. له دې سره-سره، د نړیوالو بندیزونو په نوملړ کې د دې ډلې شتون او نړیواله سیاسي انزوا نظامي تجهیزاتو ته د لاسرسي مهم خنډونه دي. بل لور ته، له پخوا بیا تر اوسه د طالبانو تمرکز پر چریکي او ځانمرګو بریدونو و، نه د پرمختللې ټیکنالوژۍ پر اساس پر متعارفو جنګونو.»

د امنیتي چارو د دې څېړونکي په اند، پرمختللې نظامي ټیکنالوژۍ ته د دې ډلې د لاسرسي خیالونه اصلي ګواښ نه دی، بلکې ګواښ د افغانستان له پولو دباندې د افراطي ایډیولوژۍ او مذهبي تروریزم د خپرولو هدفي هڅې دي. د ده په باور، که طالبان په موډرنو جنګي ابزارو سمبال شي، د سیمې ثبات او نړیوال امنیت ته به فاجعه ناکې پایلې ولري.

تابان وایي: «که طالبان د یوه بهرني ځواک په ملاتړ داسې نظامي تجهیزات تر لاسه کړي، نو کولای شي سیمه‌ییز او نړیوال امنیت  ته جدي امنیتي ګواښونه پیښ کړي. بل لور ته، د طالبانو د زده کړییزو سیاستونو او د هغوی د نظامي ارمانونو تر منځ ښکاره تضاد موجود دی. کومه ډله چې معاصر علوم ځپي او علمي بنسټونه تضعیفوي، څرنګه کولای شي چې د پرمختللو وسلو د تولید او استفادې لپاره متخصص ځواک وروزي؟ پر زده کړو، علم او ټیکنالوژۍ له پانګونې پرته دا هیله پوره کېدونکې نه ده، مګر دا چې طالبان د یوه بهرني قدرت په نیابتي ځواک بدل شي، هغه څه چې له پخوا بیا تر اوسه په دې ډلې کې لیدل کېږي.»

پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره له هیواده د پام وړ تخصصي ځواک وتلی دی. په مقابل کې یې دې ډلې هڅه کړې چې پر خپلو وفادارو ځواکونو په تکیه کلو سره په زده کړییزو بنسټونو کې تخصصي تشې ډکې کړي؛ خو دې هڅو نه یوازې علمي معیارونه راټیټ کړي دي، بلکې د هیواد د لوړو زده کړو جوړښت یې د کیفیت له مخې له کړکېچ سره مخ کړی دی.

طالبان له باتجربې او متخصصو استادانو د استفادې پر ځای خپل پلویان او غړي د پوهنتونونو د مسوولینو په توګه ټاکي. دا چاره چې علمي صلاحیت او زده کړییزې وړتیا ته له پاملرنې پرته ترسره شوې، د تدریس کیفیت او د پوهنتون اعتبار یې د افغانستان د لوړو زده کړو په تاریخ کې تر ټولو ټیټې کچې ته راوستلی دی.

بل لور ته، طالبانو خپل یو شمېر جنګیالي چې په جګړو کې یې ونډه درلوده، د «مثبتې سهمیې» په نوم د ښوونځیو په لوړو ټولګیو کې جذب کړي دي. دا په داسې حال کې چې هغوی د تحصیلي ارتقا لپاره هیڅ ډول علمي وړتیا نه درلوده. له دې سره-سره، له طالبانو سره تړلو دیني علماوو د اکاډمیکو دورو له تېرولو پرته د «ماسټرۍ» سندونه تر لاسه کړي؛ هغه چاره چې نه یوازې د افغانستان تحصیلي نظام یې زیانمن کړی، بلکې د پوهنتون د علمي اسنادو اعتبار یې هم تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

دې سیاستونو پر ځوان نسل په پراخه توګه اغېز کړی او له لوړو زده کړو سره یې لیوالتیا کمه شوې ده. د جمهوریت د وخت بر خلاف چې پوهنتونو ته تګ د ځوانانو لپاره یو لومړیتوب و، اوس له زده کړو سره لېوالتیا کمه شوې او متخصص زده کړییز ځواک هم له بې مخینې رکود سره مخ دی.

په عین مهال کې طالبانو په یو شمېر ښوونځیو او انسټیټوټونو کې د ټانک، چورلکې، الوتکې او توغندیو د جوړولو په موخه د یو شمېر زده کوونکو او زده کړیالانو هڅې ستایلې دي او هرکلی یې کړی دی. دوی دا زده کوونکي هڅولي چې دا پروژې نورې هم پراخې کړي. مګر ښکاره خبره ده چې د یوه ساده ابزار او یوې عملیاتي جګړییزې وسیلې تر منځ واټن ډېر زیات دی. د دې طرحو عملي کول پراخې بودیجې، ګڼو ازمایښتونو، د تیروتنو د معلومولو سیسټمونو او پراخې نظامي پوهې ته اړتیا لري، هغه څه چې د افغانستان په اوسني وضعیت کې په پراخه توګه کم دي.

له دې ننګونو سره-سره، طالبان د پاکستان او ایران په ګډون د سیمه‌ییزو ځواکونو نظامي وړتیا ته په پام ځان په همدې کچه کې تصوروي. د بېلګي په توګه، د ځانمرګو بې پیلوټه الوتکو په تولید کې د ایران بریا – هغه الوتکې چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې له لوري هم کارېږي – طالبانو ته داسې انګېري چې دوی هم کولای شي د تېرو دوو لسیزو د جګړو له تجربو، چاودنو او انتحار څخه په استفادې پرمختللې وسلې جوړې او استفاده کړي. خو دا خیالونه په داسې مهال کې مطرح کېږي چې د طالبانو حکومت له سختې نړیوالې انزوا، نړیوالو بندیزونو او د مالي سرچینو له کمښت سره مخ دی. له دې سره-سره، طالبان متخصص ځواک، علمي او تخنیکي زیربناوې او د تسلیحاتو د تولید لپاره اړین تخنیکي ظرفیت نه لري. دې ته په پام داسې ښکاري چې په اوسنیو شرایطو کې د دې پروژو بشپړول نه یوازې سخت، بلکې ناشوني دي.