اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې درې ځوانان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي او مړ شوي دي.
په دې ولایت کې د طالبانو د پولیسو ویاند سید طیب حماد وایي، چې تېره ورځ (جمعه، ۶ د چنګاښ) د جلال اباد ښار اتمې ناحېې اړوند د بهسودو پل په مربوطاتو کې «کابلي سیند» کې د عرفان الله عرب په نوم ځوان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د هغه په خبره، چې په همدې ورځ د جلال اباد ښار د درېیمې ناحېې اړوند «بابړیانو» سیمې څخه د مېرویس په نوم یو ځوان د لامبو پر مهال سیند کې ډوب شوی چې تر اوسه یې جسد نه دی موندل شوی.
نوموړی دغه راز وایي، چې ځایي خلکو د جلال اباد ښار لومړۍ ناحېې اړوند «زنګویي» سیمه کې په «کابلي سیند» کې د یو ځوان جسد موندلی، خو تر اوسه یې کورنۍ نه ده پیدا شوې.
د حماد د معلوماتو له مخې د دغه ځوانانو عمرونه د ۱۸-۲۰-۲۵ کلونو ترمنځ دي چې د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي دي.
له دې څو ورځې وړاندې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې هم یو کمکی ځوان د لامبو وهلو پر مهال سیند وړی و، چې جسد یې دوه ورځې وروسته د ګوشتې ولسوالۍ په مربوطاتو کې وموندل شو.
کابل سیند چې د جلال اباد ښار شمال لور ته بهېږي د هوا په ګرمېدو او خاص ډول په دې ورځو کې ګڼ شمېر خلک د لامبو او تفریح لپاره ورځي.
ننګرهار، کونړ، لغمان، پنجشېر او کندهار هغه ولایتونه دي چې په دې وروستیو کې په کې ګڼ شمېر کسان د لامبو وهلو پر مهال سیندونو کې ډوب شوي دي.