اطلاعات روز: په پنجشېر ولایت کې ځايي سرچینې وایي، د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله د دې ولایت د درې ولسوالۍ بازار ویجاړ شوی دی.
د سرچینو په وینا، دغه ویجاړوونکی سېلاب نن مازدیګر شاوخوا ۴:۳۰ دقېقو (پنجشنبه، ۱د زمري) د درې ولسوالۍ بازار او اړوندې سیمې لاندې کړي او ګڼ دوکانونه یې ویجاړ کړي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، سېلاب د درې ولسوالۍ او د پنجشېر د مرکز ترمنځ د تګ راتګ لاره هم تړلې ده.
سرچینې زیاتوي، چې د درې ولسوالۍ د «دره کرمان» او «دره عبدالله خېل» کلیو او د رُخې ولسوالۍ د «حصارک» سیمې هم د سختو سېلابونو شاهدې وې، چې استوګنیزو کورونو، سړکونو او کرنیزو ځمکو ته یې زیانونه اړولي دي.
په پنجشېر کې د طالبانو د سرې میاشتې ریاست ویلي، چې د سېلابونو له امله تر اوسه د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
په وروستیو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې سخت اورښتونه او ویجاړوونکي سېلابونه رامنځته شوي دي.
د همدې اوونۍ د دوشنبې په ورځ هم د نورستان ولایت په مرکز، پارون ښار کې، سختو بارانونو او سېلابونو خلکو ته پراخ مالي زیانونه او مرګژوبله اړولې ده.
