اطلاعات روز: د لغمان سیمه ییز مسوولان وایي، چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د باران له امله سیلابونه راغلي، چې له امله یو کس مړ او شپږ نور ژوبل شوي دي.
د لغمان لپاره د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ریاست امر عبیدالله الکوزي وایي، چې یاد سیلابونه تېر ماښام (پنجشنبه،۱ د زمري) د الینګار ولسوالۍ نورلام صاحب درې اړوند « پریانه» کې راوتلي چې له امله یې یو کس خپل ژوند بایللی دی.
د هغه په وینا، دغو سېلابونو د الینګار ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې لسګونه کورنه، لسګونه لوی او واړه څاروي، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، سلګونه جریبه بڼونه، ګڼ شمېر کانالونه، استنادي دېوالونه، جوماتونه او پلچکونه له تخریب کړي دي.
د نوموړي د مالوماتو له مخې، یو شمېر هغه کسان چې په سیلابونو کې بند پاتې وو، د ژغورونکو ډلګۍ له لوري ژغورل شوي او د سیمې خلکو ته له خپلو کورنو له وتلو امر شوی دی.
بل پلو د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې له خلکو غوښتي، چې خوندي سیمو ته پناه یوسي او د باران ژر مهال له خوړونو څخه لیرې واوسي.
د یادونې وړ ده، چې له تېرو څو ورځو راهېسې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې سخت بارانونه او سیلابونه راوتلي چې تر ټولو ډېر زیان یې د نورستان په مرکز پارون کې اړولی دی.
