د هرمز تنګي د تړل کېدو د دوام او په سره سمندر کې پر دوو نفت لېږدوونکو بېړیو د حوثیانو د بریدونو له امله، د هر بېرل نفت بیه ۶ سلنه لوړه شوې او له ۱۰۰ ډالرو اوښتې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، دا د روان میلادي کال د مې میاشتې وروسته لومړی ځل دی چې د هر بېرل نفت بیه له ۱۰۰ ډالرو لوړېږي.
له هغه وخت راهیسې چې حوثیانو د سعودي عربستان پر وړاندې د سره سمندر د محاصرې اعلان کړی، ګڼو نفت لېږدوونکو بېړیو خپله لاره بدله کړې، څو د سره سمندر د بابالمندب له تنګي تېر نه شي.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، ځینې بېړۍ د سویز کانال له لارې او بیا د افریقا لویې وچې په چاپېر تاوېدو سره د اسیايي پېرېدونکو پر لور روانې دي؛ دا لاره ډېره اوږده او لګښت یې هم ډېر دی.
د یمن حوثیانو هم اعلان کړی چې د «انسلیا» او «لیلیا» په نوم د سعودي عربستان پر دوو نفتلېږدوونکو بېړیو یې د بالستیک او کروز توغندیو او بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) بریدونه کړي، چې له امله یې دواړو بېړیو اور اخیستی دی.
خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټینګار سره ویلي، که په سره سمندر کې د حوثیانو بریدونه پر بېړیو دوام وکړي، ایران به یې مسئول وبولي، ځکه حوثیان د ایران «نیابتي» ډله ده.
د حوثیانو بریدونه ښايي د بابالمندب تنګي د تړل کېدو لامل شي؛ هغه مهمه سمندري لاره چې سره سمندر له هند سمندر سره نښلوي او د هرمز له تنګي وروسته په نړۍ کې د انرژۍ د لېږد دویمه مهمه لار ګڼل کېږي.
تر دې وړاندې، د ایران او امریکا د جګړې له امله د هرمز تنګي تړل کېدو هم د نړۍ په کچه د نفتو بیې لوړې کړې وې او د نړیوالې انرژۍ د بحران په اړه یې پراخې اندېښنې راپارولې وې.
ایران له امریکا سره د نښتو له بیا پیل وروسته یو ځل بیا د هرمز تنګی تړلی، او په دې موده کې پر سوداګریزو او نفتلېږدوونکو بېړیو د ګڼو بریدونو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
