د ایران پوځ ویلي چې په بحرین او اردن کې یې د امریکا پر پوځي اډو د بېپیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونه کړي دي.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د پوځ عامه اړیکو ویلي چې نن سهار وختي یې (جمعه، ۲د زمري) په بحرین کې د «شیخ عیسی» په اډه کې د تجهیزاتو لوی ګودامونه او د امریکايي ځواکونو د استوګنې ځایونه په نښه کړي دي.
د ایران پوځ زیاته کړې چې په اردن کې یې د «الارزق» په نوم اډه کې د الوتکو د ترمیم او ساتنې مرکزونه او د امریکايي ځواکونو د استوګنې ځایونه هم د ډرون بریدونو هدف ګرځولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ اعلان کړی و، چې د پرلهپسې دیارلسمې شپې لپاره یې د ایران پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي، څو د سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د ایران د بریدونو وړتیا کمه کړي.
ایران او امریکا د جګړې د پای د تفاهملیک له لاسلیک څخه شاوخوا دوه اوونۍ وروسته، د هرمز تنګي د مدیریت پر سر د اختلاف له امله یو ځل بیا جګړه پیل کړې ده.
د راپور له مخې، په دې موده کې د ایران بریدونه تر ډېره د ایران پر جنوبي ولایتونو متمرکز وو او د سپاه پاسداران ځواکونو بیا په کویټ، بحرین او اردن کې د امریکا پر ډېرو پوځي اډو بریدونه کړي دي.
